چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home افغانستان

افغان کلیوالې سیمې بیړنیو روغتیایي خدماتو ته اړتیا لري

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جون 25, 2024
in افغانستان, روغتیا او ژوند
0
افغان کلیوالې سیمې بیړنیو روغتیایي خدماتو ته اړتیا لري
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د افغانستان په اکثریت کلیوالي سیمو کې د روغتیایي خدمتونو وضعیت په تیرو څو کلونو کې په ښکاره ډول خراب شوی دی. د حکومت او بهرنیو روغتیایي موسسو له خوا وړاندې کېدونکي خدمات د پخوا په پرتله ډېر کم شوي، چې دې وضعیت ګڼې کلیوالې سیمې له جدي ستونزو سره مخ کړې دي. په ځانګړي ډول، د ښځینه ډاکټرانو نشتون او د درملو کمښت، په کلیوالو سیمو کې یو لوی روغتیایي بحران رامنځته کړی دی.

د افغانستان په ګڼو کلیوالي سیمو کې ښځینه ډاکټرانې نشته، چې دا موضوع په ځانګړي ډول د ښځو او ماشومانو روغتیایي وضعیت لا پسې خرابوي. د دې ترڅنګ، په زیاترو سیمو کې داردو درمل بې کیفیته دي یا هم په نشت حساب دي. نارینه ډاکټران هم د کمو امتیازاتو له وجې کلیوالي سیمې پریږدي او ښارونو ته ځي، چې دا هم یوه جدي ستونزه ده. د دې وضعیت یو مثال د غور ولایت دی.

You might also like

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

په غور کې، سید عوض چې خپل ناروغ یې د مرکز فیروز کوه ته راوړی دی وایي: “اته ساعته مې له خپل ناروغ سره پلی سفر وکړ تر څو مرکز ته ورسیږم او د خپل ناروغ درملنه وکړم، ځکه د سیمې په روغتیایي مرکز کې هیڅ امکانات نشته.” دا په ډاګه کوي چې د روغتیایي خدماتو نشتون د خلکو ژوند څومره ستونزمن کړی دی. دغه راز، په وردګو ولایت کې د چک عربان روغتون کې ناروغ لرونکی حضرت ولي وايي: “زمونږ د سیمې روغتون د مسلکي پرسونل، دارو درملو او روغتیایي تجهیزاتو له نه شتون سره جدي مخ دی. حکومت او موسسات باید په جدي توګه لاس په کار شي.”

د دې ستونزې سره سره، د روغتیایي خدمتونو د نشتون له امله د خلکو ژوند لا پسې سخت شوی دی. په دې اړه، په هلمند ولایت کې د مارجه سیمې اوسېدونکی سید ولي زمونږ سیمه اییز خبریال ته ویلي: “تیرو شلو کلونو کې هم دا سیمه سختو جګړو ځپلې وه او د جګړو له وجې روغتیایي خدماتو ته لاس رسی نه وو. اوس چې وطن امن شوی، حکومت ته په کار ده چې د هلمند ټولو روغتیایي مرکزونو ته جدي پاملرنه وکړي.”

د دغو ستونزو ترڅنګ، د کلیوالو سیمو روغتیایي مرکزونه د لازمو تجهیزاتو او مسلکي پرسونل له کمښت سره مخ دي. زیاتره سیمو کې خلک اړ دي چې اوږد سفرونه وکړي ترڅو نږدې روغتیایي مرکزونو ته ورسیږي. د دې ترڅنګ، د نارینه ډاکټرانو کموالی او د ښځینه ډاکټرانو نشتون د روغتیایي خدمتونو کچه ټیټه کړې ده. حکومت او نړیوالې روغتیایي موسسې باید په دې برخه کې خپلې هڅې زیاتې کړي، تر څو د کلیوالو سیمو خلکو ته اساسي او بیړني روغتیایي خدمات وړاندې شي.

په مجموع کې، د افغانستان کلیوالې سیمې بیړنیو روغتیایي خدماتو ته اړتیا لري. د حکومت او نړیوالو روغتیایي موسسو په همکارۍ، دا ستونزې هوارېدای شي. اړینه ده چې په کلیوالو سیمو کې روغتیایي خدماتو ته پاملرنه زیاته شي، ترڅو خلکو ته اساسي او معیاري روغتیایي خدمات وړاندې شي. د دې تر څنګ، باید د روغتیایي مرکزونو د تجهیز او د مسلکي پرسونل روزنې ته جدي پاملرنه وشي. د دې په ترڅ کې به د افغانستان کلیوالو سیمو کې روغتیایي حالت ښه شي او خلک به له اساسي روغتیایي خدماتو برخمن شي.

Previous Post

پاکستان کې د سختې ګرمۍ له امله ۸ تنه مړه شوي

Next Post

فاریاب کې سږ د تېر کال په پرتله د پستې حاصلات ډېر شوي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي
افغانستان

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی
افغانستان

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي
افغانستان

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي
افغانستان

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي
افغانستان

نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
فاریاب کې سږ د تېر کال په پرتله د پستې حاصلات ډېر شوي

فاریاب کې سږ د تېر کال په پرتله د پستې حاصلات ډېر شوي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

افغان کارپوه: له چین سره ژورې اړیکې د افغانستان په ګټه دي

افغان کارپوه: له چین سره ژورې اړیکې د افغانستان په ګټه دي

فبروري 24, 2021
د افغان کډوالو د ملاتړ لپاره یو هوکړه لیک لاسلیک شو

د افغان کډوالو د ملاتړ لپاره یو هوکړه لیک لاسلیک شو

فبروري 24, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ