د بغلان ولایت په دوشي ولسوالۍ کې پرون د یوه کرولا موټر د چپه کېدو له امله درې تنه مړه شوي، یو تن ټپي شوی او یو بل لادرکه دی. د سیمهییزو چارواکو په وینا؛ د یادې پېښې مړي او ټپي شوی کس د دوشي ولسوالۍ مرکزي روغتون ته لېږدول شوي او د یوه ورک شوي کس د پیدا کولو هڅې هم روانې دي.












