د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر وايي، چې په دوحه کې له امریکايي پلاوي سره دوه ورځنۍ خبرې ډېرې مثبتې وې او دواړه لوري په سیاسي، اقتصادي او امنیتي برخو کې همغږي دي. نوموړي له الجزیرې خبري چینل سره په خبرو کې ویلي، چې په دغو خبرو کې د افغانستان ملي حاکمیت ته پر درناوي ټینګار شوی او سرپرست حکومت له امریکا غوښتي، چې بندیزونه دې لغو او د افغانستان بانک پیسې دې آزادې کړي. د بهرنیو چارو وزارت سرپرست دغه راز زیاته کړې، چې افغان حکومت به اجازه ورنهکړي، چې د افغانستان خاوره د امریکا په ګډون د کوم هېواد پر ضد وکارول شي.











