د بین الافغاني مذاکراتو لپاره د مذاکراتي ټیمونو یو شمېر غړي لا هم دوحې ته نه دي رسېدلي. د راپورونو له مخې سره له دې چې له نږدې یوې اونۍ راهیسې په دوحه کې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ مخامخ مذاکرات پيل شوي دي خو د طالبانو او افغان حکومت د مذاکراتي ټیمونو یو شمېر غړي تر اوسه دوحې ته نه دي تللي. د طالبانو له خوا د دغه ډلې سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د مذاکراتي ټیم مشر مولوي عبدالحکیم او افغان حکومت د پلاوي لخوا بیا فوزیه کوفي، نادر نادري، فاطمه ګیلاني او عبدالمتین بیګ هغه کسان دي چې تر اوسه دوحې ته نه دي تللي. د افغانستان د ولسي جرګې غړي هم ددغه کسانو نه تګ غندي او په خبره یې په داسې یوه وضعیت کې چې په هېواد کې جګړې اوج ته رسېدلې دي د مذاکراتي ټیمونو مسوولیت دی چې تر شخصي کارونو د سولې مسئلې ته لومړیتوب ورکړي او په خبرو کې ګډون وکړي.












