د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت یا یوناما له مرستیال ایندریکا رټ ویټ سره په لیدنه کې د افغانانو د ملاتړ په اړه خبرې کړې دي. وېسټ پر خپله ټویټر پاڼه د دې لیدنې خبر ورکړی او لیکلي یې دي، چې دوی د افغان کډوالو د ملاتړ او د افغانستان د بشري او اقتصادي وضعیت په اړه خبرې وکړې. هغه د دې خبرو جزییات نه دي ورکړي او دا یې هم نه دي ویلي چې په کوم ځای کې یې د یوناما له مرستیال سره کتلي دي.












