په پنجشېر کې د ۳۷ ښوونځیو ودانۍ تربیارغولو وروسته ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي. د دغه ولايت د پوهنې رییس حبيب الله نوري وايي، چې دغه ودانۍ د یاد ولايت په مرکز بازارک او ولسواليو کې تر بیارغونې وروسته ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي. نوموړی وايي، چې د دغو ودانیو په بیارغولو ۵ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی چې د پوهنې وزارت له لوري ورکړل شوی دی.












