د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال، جان بس به په دوحه او اسلام اباد کې د افغانستان او سیمې د مسایلو په اړه خبرې وکړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال، وېدانت پټېل، په یوه خبري غونډه کې ویلي، جان بس قطر او پاکستان ته سفر کوي چې په دوحه کې به له قطري چارواکو سره د افغانستان د ملاتړ اړوند موضوعات وڅېړي او په اسلام اباد کې به د سیمې د ګڼو مسایلو په اړه له پاکستاني لوړپوړو چارواکو سره خبرې وکړي.












