د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې جاپان په افغانستان کې د ۱۶۵ ابتدايي ښوونځيو د رغونې او بیارغونې لپاره ۲۵ مېلیونه ډالره مرسته کوي. د یونېسف په خبره، چې د دغو ښوونځيو له جوړولو سره به ۳۳ زره زدهکوونکو ته د زدهکړو زمینه برابره شي.











