د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د جاپان له سفیر تکاشي اوکادا سره کتلي دي. د کرزي له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې حامد کرزي جاپان د افغانستان پیاوړی دوست بللی او د افغان ماشومانو لپاره یې د ۱۶۵ ابتدائیه ښوونځیو د ودانیو د جوړولو په خاطر د یاد هیواد د وروستۍ ۲۵ میلیونه ډالري مرستې قدرداني کړې ده. د سرچینې په خبره، دواړو خواوو د نجونو د تعلیم پر ضرورت او د ښځو د لپاره د کار د زمینې پر برابرولو ټینگار کړی دی او دغه راز په هیواد کې یې د تلپاتي سولې او ثبات لپاره ملي تفاهم ضروري بللی دی.












