د جلالاباد ښار د ترافیکو مسوولین وایي، چې د ښار پر واټونو له کاره لویدلې ترافیکي اشارې بېرته فعالوي. مسوولین وایي د زړو اشارو د ترمیم ترڅنګ په پام کې ده چې د ښار په اوږدو کې نورې ترافیکي اشارې هم ولګول شي. جلالاباد ښار کې اوسنۍ غیرفعالې ترافیکي اشارې د تېر حکومت پرمهال لګېدلې وې چې اوس یې موټر چلوونکو ته ستونزې پېښې کړې دي.












