د عامې روغتیا وزارت وايي، چې په ټول افغانستان کې د نري رنځ ناروغۍ کچه د تېر پرتله پنځه سلنه کمه شوې ده. د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، دا مهال په ټول هیواد کې د زونونو او ولایتونو په کچه د نري رنځ د تشخیص ۹۰ مرکزونه فعال دي. د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکتر شرافت زمان ویلي چې تېر ۲۰۲۳ کال په افغانستان کې ۴۹ زره او ۵۳۳ د نري رنځ مثبتې پیښې ثبتې شوې چې د ۲۰۲۲ کال پرتله ۵،۵ سلنه دغه پیښې کمې شوې دي. زمان زیاتوي چې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې دا مهال ۸۷۳ روغتیایي مرکزونه فعال دي چې د دوی په وینا خلکو ته خدمتونه وړاندې کوي. روغتیاپالان وايي، نری رنځ هغه تنفسي ناروغي ده چې په اخته کېدو سره یې ناروغ مړه تبه، ځان درد، دوامدار ټوخی او وزن له لاسه ورکوي چې له یو څخه بل ته د ساه اېستلو او ګډ لوښي کارولو له لارې لیږدي.












