هند وایي نړیوال باید د افغانستان په اړه سره راټول شي او یوې پرېکړې ته ورسېږي. د هند د بهرنیو چارو زویر جي شینکر په تازه څرګندونو کې ویلي دي چې د افغانستان د وضعیت په اړه معلومات لري او په دې تړاو باید نړیوال هم خپل دريځ روښانه کړي. د جي شینکر په خبره نړیوال باید سره راټول شي او پر ګډو ګټو دې بحثونه وکړي. هند داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې تر اوسه یې په رسمي توګه د طالبانو د حکومت په اړه خپل دريځ نه دی روښانه کړی. بلخوا طالبان بیا وایي چې دوی له هند سره په خبرو بوخت دي او دغه هېواد ته یې روښانه کړې چې له افغان خاورې به هېڅ راز ګواښ دوی ته نه پېښېږي.












