د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار، د مسکو په غونډه کې ویلي چې که افغانستان کې نوي موقت حكومت ته اقتدار په سوله یيزه توګه انتقال نه شي او بهرني ځواكونه تر دې وړاندې له افغانستان ووځي، نو هېواد به له يوه بل ناورين سره مخامخ شي. هغه وایي، په جګړه كې ښكېل لوري دې له فوري، ډاډمن او له قید او شرط پرته اوربند سره توافق وكړي، ډاډمنې سولې ته د رسېدو لپاره باید ټول لوري د دوحې معاهدې ته ژمن پاتې شي او د طالبانو معقولې غوښتنې دې هم ومنل شي. حکمتیار ویلي چې افغان ولس سوله غواړي؛ افغانان له دې تپل شوې جگړې ستومانه دي او له هغو كركه او نفرت لري چي د جنگ پر دوام ټينگار كوي. د ده په وینا، د افغانستان روان څلوېښت كلن جنگ وښوده چې د اشغال دوران تېر شوى، هېڅ ځواك نشي كولى د پوځ او وسلو په زور هېوادونه اشغال او د تل لپاره يې په خپل واك كې وساتي. د ده په وینا ډاډمنې سولې ته د رسېدو لپاره باید د دوحې معاهدې ته ټول لوري ژمن پاته شي، ټول بهرني ځواكونه له افغانستان ووځي او امریکا دې په خپلې ژمنې عمل وكړي.












