چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home افغانستان

حکومت او طالبان یو بل ته د درنې مرګ‌ژوبلې اړولو ادعا کوي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مې 5, 2021
in افغانستان
0
حکومت او طالبان  یو بل ته د درنې مرګ‌ژوبلې اړولو ادعا کوي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

سره له دې چې بهرنیو ځواکونو له افغانستانه وتل پیل کړي دي او په ډېری ولایتونو کې یې خپلې اډې تشې کړې دي، خو له دې سره هممهاله تاوتریخوالی ډېر شوی او طالبانو خپل بریدونه ډېر کړي دي. طالبانو د هېواد په ډېرو ولایتونو کې د افغان ځواکونو پر پوستو او قرارګاوو بریدونه کړي او مرګ‌ژوبله یې اړولې ده. افغان ځواکونو هم پر طالبانو ځوابي بریدونه کړي او دوی ته د درنې مرګ‌ژوبلې اړولو خبره کوي، په دې منځ کې ملکي وګړي هم په امن کې نه دي. په ډېرو ولایتونو کې د نښتو له امله ملکي تلفات ډېر شوي دي.

د بهرنیو ځواکونو د وتلو له اعلان سره تمه دا وه چې طالبان به تاوتریخوالی کموي او معقوله خبره هم دا وه چې دواړه لوري به مذاکراتو کې چټکتیا راولي او د هېواد د جوړولو لپاره به کار کوي؛ خو خبره برعکس ده، طالبانو په دې پلمه چې ګواکې بهرنیو ځواکونو د وتلو په برخه کې د دوحې پر هوکړه عمل نه دی کړی، پر افغان ځواکونو بریدونه ډېر کړي دي. له هلمند نیولې تر ارزګان، کابل، لوګر، جوزجان، کندوز او مزارشریف پورې طالبانو پر افغان ځواکونو بریدونه کړي دي او مرګ‌ژوبله یې اړولې ده.

You might also like

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

په دې منځ کې هلمند هغه ولایت دی چې وضعیت پکې تر بل هر ځای کړکېچن دی. طالبانو ان د هلمند د مرکز لښکرګاه شاوخوا سیمو ته ځانونه رسولي دي او له افغان ځواکونو سره پر جګړه بوخت دي. طالبان وایي چې دوی افغان ځواکونو ته په دې جګړو کې درنه مرګ‌ژوبله اړولې ده، نظامي تجهیزات یې له منځه وړي او د دوی پوستې یې نیولې دي. په هلمند کې ځايي چارواکي هم د سختو جګړو خبر ورکوي، خو وایي چې طالبانو ته یې درانه تلفات اړولي دي.

د هلمند د ولایتي شورا رییس عطاالله افغان وايي، د طالبانو برید کې اته افغان سرتېري وژل شوي او ۱۹ ټپیان دي. نوموړی دا هم وايي چې وسله‌والو طالبانو د حکومت لس پوستې نیولې دي. بلخوا د ملي دفاع وزارت ادعا کوي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هلمند په مرکز لشکرګاه، نهر سراج، ناوه او ګرمسېر ولسوالیو کې ۱۰۶ طالبان وژل شوي او ۳۷ نور ټپیان دي. دغه وزارت زیاتوي چې د ولایتي مرکز لښکرګاه له څنډو د طالبانو د لرې کولو عملیات روان دي.

یوازې جګړې نه، په هلمند کې دغه وضعیت د ملکي وګړو پر ژوند سخت منفي اغېز کړی دی. د مرکز لښکرګاه اوسېدونکي وایي چې له شاوخوا سیمو خلکو مرکز ته را روان دي او د روژې میاشتې په دې سخته ګرمۍ کې سلګونه کورنۍ د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوې دي. د هلمند ځايي اوسېدونکي وايي چې بېځایه شوي خلک د خوړو او ځای له کمښت سره مخ دي، چې باید بېړنۍ مرسته ورسره وشي.

له دې سره هممهاله ولسمشر غني بیا په تازه څرګندونو کې بیا هم پر طالبانو غږ کړی دی، چې له جګړو لاس په سر شي او د سولې لار خپله کړي. ولسمشر په ارګ کې په یوه غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي چې که طالبان افغانان وي، نو باید له افغانانو سره خبرې وکړي، خو که یې واک له بل سره وي، نو بیا به د افغان ځواکونو له لوري سخت وځپل شي.

ولسمشر همدا راز په فارین پالیسي نشریه کې په خپله یوه خپره کړې مقاله کې ویلي، چې د سولې لپاره قربانۍ ته تیار دی او په خبره یې افغان حکومت د سولې ملاتړی دی او په دې برخه کې خپلو هڅو ته ادامه ورکوي. هغه ویلي که ډاډه شي چې د مذاکراتو په پایله کې افغانستان ته سوله راځي، نو دی تیار دی چې واک پرېږدي. ولسمشر همدا راز د لومړي ځل لپاره د یوه انتقالي حکومت له جوړولو سره هم توافق کړی دی. ولسمشر ویلي، د سولې حکومت باید لنډمهاله وي او طالبان باید ټاکنې ومني، دغه حکومت به ټاکنو ته زمینه برابروي او بیا انتخاب له افغانانو سره دی چې د خپلې راتلونکې په اړه پرېکړه وکړي.

Tags: Top
Previous Post

لېنوو د ګېمونو لپاره تر ټولو ځانګړی ځیرک موبایل معرفي کړ

Next Post

د جګړې تر څنګ د نامشروع واکمنۍ پلمې هم ختمې دي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي
افغانستان

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی
افغانستان

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي
افغانستان

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي
افغانستان

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي
افغانستان

نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
د لوګر پېښه؛ د تکرار وېره او حللاره

د جګړې تر څنګ د نامشروع واکمنۍ پلمې هم ختمې دي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

یونيسف: په هرو پنځو افغان ماشومانو کې یو یې په کار بوخت دی

یونيسف: په هرو پنځو افغان ماشومانو کې یو یې په کار بوخت دی

جون 13, 2023
پنجشېر کې د کرنې په برخه کې ګڼې پروژې پلې شوي

د کابل-پنجشیر سیند پروژې تخنیکي چارې بشپړې شوي

جولای 16, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved