چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

د جګړې تر څنګ د نامشروع واکمنۍ پلمې هم ختمې دي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مې 5, 2021
in تبصرې
0
د لوګر پېښه؛ د تکرار وېره او حللاره
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

ولسمشر غني وایي، د جګړې د دوام لپاره د طالبانو پلمې ختمې شوې دي.  هغه زیاته کړې ده چې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه وځي او له دې وروسته هېڅ داسې پلمه نه شته چې پر بنسټ یې طالبان د افغانانو پر وړاندې جګړې ته دوام ورکړي. ولسمشر غني ټینګار کړی چې له دې وروسته د ملي مسایلو په اړه پرېکړه د حکومت او افغانانو کار دی. ولسمشر غني یو ځل بیا پر طالبانو توندې نیوکې کړې دي او ویلي یې دي چې که چېرته افغانان وي، نو باید د افغانانو د سولې غوښتنې ته لبیک ووایي او که نه، نو هغوی چې د پردو په امر د افغانستان بربادي غواړي، ټول ولس به یې پر وړاندې ودرېږي.

 دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې حکومت یوازې په هلمند کې تر سلو د ډېرو طالبانو د وژلو ادعا کړې او طالبانو هم په بېلابېلو بریدونو کې د لسګونو امنیتي ځواکونو د وژلو ادعا کړې ده. په دې کې هېڅ شک نشته چې دا جګړه اوس هېڅ ډول توجیه او مشروعیت نه لري. دا جګړه یوازې د طالبانو له اړخه نه، بلکې د حکومت له اړخه هم هېڅ ډول توجیه او مشروعیت نه لري. هر لوری چې جګړه کوي او یا د جګړې خبرې کوي او یا یې دریځ جګړه‌ییز وي، د افغانستان له خلکو او د دوی له هیلو او غوښتنو سره دښمني کوي. له همدې امله دا جګړه باید ودرېږي او په هېڅ ډول باید دوام ونه کړي.

څه ډول چې د جګړې وخت او پلمه ختمه شوې، همدغسې د اوسني حکومت او چارواکو وخت او پلمه هم ختم شوي دي. د افغانستان خلک که له یوه اړخه د جګړې درول غواړي، له بله اړخه دا هم غواړي چې حکومت نور له دې غلو، فاسدو او نامشروع چارواکو څخه پاکو، ژمنو او مشروع چارواکو ته ولېږدول شي. نور باید څو کسان د خپل واک د دوام لپاره د سولې مخالفت ونه کړي او پرېږدي چې د سولې پروسه بریالۍ شي، څو له یوه اړخه جګړه ختمه شي او له بله اړخه خلک وړ مشران او حکومت وټاکي. د اشرف غني په مشرۍ حکومت چې د اساسي قانون له مخې مشروعیت نه لري، د یوه مجبوریت پر اساس د ناوړه حالت او ناوړه معاملو محصول و، نو ځکه باید نوي حالت ته په کتو سره نوی او وړ حکومت رامنځ ته شي. له همدې امله پکار ده چې د جګړې له درېدو سره سم اوسني چارواکي نور واک پرېږدي او د افغانستان خلک به پرېکړه کوي، چې راتلونکي واکمنان یې څوک وي.

له بده مرغه د جګړې دواړه اړخونه څه چې وايي، هغه نه کوي. د دوی خبرې یوازې د یو او بل د ملامتۍ لپاره دي، نه د جګړې د خاتمې او سولې لپاره. واقعیت دا دی چې دوی غواړي جګړه وغځیږي څو پکې د دوی ګټې خوندي شي او واک یې وغځېږي. له بده مرغه دا کار خپله اشرف غني کوي او نوموړی د خلکو په سترګو کې د خاورې شیندلو پر ځای د سولې لپاره له خپله اړخه اساسي ګامونه واخلي او بیا به خپله خلک قضاوت کوي، چې څوک سوله غواړي او څوک یې مخالف دي.

Previous Post

حکومت او طالبان یو بل ته د درنې مرګ‌ژوبلې اړولو ادعا کوي

Next Post

روژه او د وزن کنټرولول

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
روژه او د وزن کنټرولول

روژه او د وزن کنټرولول

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

ترکیي او امریکا د سولې کنفرانس پر اجنډا خبرې کړې دي

ترکیي او امریکا د سولې کنفرانس پر اجنډا خبرې کړې دي

مارچ 31, 2021
زابل کې د مخابراتي شبکو ۱۳ انتنونه جوړېږي

زابل کې د مخابراتي شبکو ۱۳ انتنونه جوړېږي

دسمبر 19, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved