چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home افغانستان

خټک: د سولې تر عنوان لاندې پاکستان له ټولو لارو خپلو موخو ته د رسېدو په لټه کې دی

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اکتوبر 18, 2020
in افغانستان
0
خټک: د سولې تر عنوان لاندې پاکستان له ټولو لارو خپلو موخو ته د رسېدو په لټه کې دی
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

په افغانستان کې د سولې د روانې پروسې په اړه د شکونو او اندېښنو په دوام، تازه د پښتونخوا وتلی سیاستوال افراسیاب خټک وايي چې د سولې روان بهیر د پاکستان او طالبانو په ګټه دی او امریکا په لوی لاس افغان حکومت له دې بهیر ګوښه کړی دی. افراسیاب خټک په یوه نوې لیکلې مقاله کې ویلي، چې په راولپېنډۍ کې پاکستاني جنرالان هر څه په خپله ګټه تنظیموي او لا هم د افغانستان د جګړې او سولې مسایل هلته مطرح کېږي. نوموړي ویلي چې امریکا په لوی لاس طالبانو ته امتیازات ورکړي او هیله لري چې د دوی په وسیله په سیمه کې ستر قدرتونه وګواښي.

نږدې یوه میاشت کېږي چې په دوحه کې د بین الافغاني خبرو بهیر پيل شوی دی؛ خو دواړه لوري لا هم د مذاکراتو لپاره پر کړنلاره هوکړې ته نه دي رسېدلي. تر څنګ یې بیا په افغانستان کې جګړې خونړۍ شوې دي او هره ورځ له افغان انسان تلفات اخلي. بلخوا په سیمه ییزه او نړیواله کچه هم د افغانستان د سولې په اړه شکونه او اندېښنې ډېرې شوې دي. تازه د پښتونخوا وتلي سیاستوال او پخواني سناتور پر افغان سوله یوه مقاله خپره کړې ده. نوموړي ویلي چې د افغانستان د سولې اوسنی بهیر د پاکستان او امریکا په لاس کې دی او هر څه د پاکستان په ګټه مخ ته روان دي. د ده په خبره، طالبان د بین الافغاني مذاکراتو د پيل لپاره د امریکا او طالبانو توافق اساس ګڼي، په داسې حال کې چې دغه توافق ډېرې حقوقي ستونزې لري. د نوموړي په خبره، په دې تړون کې طالبان ترهګر نه دي یاد شوي، د دوی پر وړاندې د جګړې کولو خبره نه ده شوې او همدا راز د افغان حکومت رسمیت نه دی پکې یاد شوی. خټک زیاتوي، دا هر څه امریکا په لوی لاس کړي دي او اوس چې جګړو زور اخیستی، امریکا د طالبانو پر وړاندې پټه خوله ده.

You might also like

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

افراسیاب خټک دغه راز په خپله مقاله کې وایي چې طالبان د افغانستان پر لرو پرتو سیمو واکمن دي؛ خو لا یې هم مهم مشران په پاکستان کې دي او د دې ډلې پټنځایونه لا هم فعال دي. د ده په خبره، په افغانستان کې د روانې جګړې او سولې ډېری مسایل تر دې دمه په راولپېنډۍ کې د پاکستاني جنرالانو له لوري مطرح کېږي او دوی په دې باور دي چې طالبان به واک ته رسېږي او د دوی په وسیله به اسلام اباد په افغانستان کې خپلې موخې وپالي. خټک وايي: ((پاکستاني جنرالانو داسې فضا جوړه کړې چې پر افغانستان خپل نفوذ وساتلی شي. په راولپېنډۍ کې پاکستاني جنرالان په دې فکر دي چې کولی شي د سیاسي توافق پر مټ په افغانستان کې خپلې ګټې وپالي. د واشنګټن له لوري دا هڅې د پاکستان لپاره ستر نعمت دي چې غواړي طالبان د افغانستان په حکومت کې ورګډ کړي. په دې توګه په افغانستان کې سني ټولنه پیاوړې کوي چې شعیه اخوندي نظام په ایران کې دفع کړي)).

خټک همدا راز وایي، پاکستان په دې تمه دی چې په خپله خاوره کې فعالې ۳۵ زره مدرسې افغانستان ته ولېږدوي او په دغه هېواد کې یې فعالې کړي، څو په افغانستان کې طالباني فکر لا پیاوړی او په پراخه کچه تولید شي. د خټک په خبره، پاکستان په دې توګه ځان ته امن راولي، خو په مقابل کې یې په ټوله سیمه کې د تشدد او تاوتریخوالي د پیاوړتیا لپاره هڅه کوي.

د پښتونخوا دغه وتلي سیاستوال ویلي چې د پاکستاني جنرالانو په خطرناکه لوبه افغانستان ورو ورو د ۹۰یمې لیسیزې پر لور ځي او اسلام اباد هڅه کوي په هره توګه چې وي، په افغانستان کې خپله لوبه مخ ته یوسي. ده ټینګار کړی چې پاکستاني سیاست دمګړۍ د افغانستان پر وړاندې خورا ورانوونکی دی او پاکستاني جنرالان له ټولو ممکنو لارو هڅه کوي، چې لوبه د دوی په لاس کې وي او خطرناکو فعالیتونو ته ادامه ورکړي.

هغه همدا راز ویلي چې په افغانستان کې د ملي پاله شخصیتونو پر وړاندې هم د پاکستان دسیسې روانې دي او پاکستاني استخبارات هڅه کوي چې پر طالبانو د اسلامي حکومت په مقابل کې اوربند ومني او تر هغه وروسته هغه کسان د هند د ملاتړ په تور له حکومته ګوښه کړي، چې ملي فکر لري او د پاکستان ضد دي. د دې تر څنګ افراسیاب خټک خبرداری ورکړی، چې که د پاکستان او امریکا اوسنۍ تګلاره همداسې دوام کوي، نو دا به نه یوازې دا چې په افغانستان کې جګړې کمې نه کړي؛ بلکې لا به یې خونړۍ کې او پاکستانی پوځ به خپلو موخو ته ورسوي. هغه هیله څرګنده کړې چې په افغانستان کې د دایمي ثبات لپاره پاکستان او امریکا خپله اونسۍ تګلاره بدله کړي او پر ځای یې د عامو افغانانو او ملي پاله سیاستوالو نظریاتو ته درناوی وکړي.

Tags: Top
Previous Post

جگړه؛ د امریکا فشار او د تماس ډلو ناسته!

Next Post

کرنې وزارت: روان کال به په هېواد کې د جلغوزو په حاصلاتو کې دوه برابره زیاتوالی راشي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي
افغانستان

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی
افغانستان

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي
افغانستان

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي
افغانستان

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي
افغانستان

نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
کرنې وزارت: روان کال به په هېواد کې د جلغوزو په حاصلاتو کې دوه برابره زیاتوالی راشي

کرنې وزارت: روان کال به په هېواد کې د جلغوزو په حاصلاتو کې دوه برابره زیاتوالی راشي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

اسراییل: د ایران پر اټومي تاسیساتو د برید چمتووالی روان دی

اسراییل: د ایران پر اټومي تاسیساتو د برید چمتووالی روان دی

نوومبر 10, 2021
تقویت همکاری بین کمیسیون اقتصادی اورآسیا و عربستان سعودی در عرصه رقابت

تقویت همکاری بین کمیسیون اقتصادی اورآسیا و عربستان سعودی در عرصه رقابت

فبروري 26, 2026

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved