چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

د آخوندي رژیم د وحشتونو دوام او د متفاوت غبرګون اړتیا

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جون 7, 2020
in تبصرې
0
د آخوندي رژیم د وحشتونو دوام او د متفاوت غبرګون اړتیا
799
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د ایراني آخوندي رژیم له خوا په سیند کې د ډوبو شوو افغانانو غم لا تازه و، چې ایراني وحشي امنیتیانو یو بل جنایت وکړ او څو افغانان یې وسوځول. لومړۍ هڅه کېدله چې دا پېښه تحریف شي، خو وروسته ویډیوګانې خپرې شوې او آن ایراني چارواکي مجبور شول چې ومني، د دوی ځواکونو پر موټر ډزې کړي او بیا موټر اور اخیستی دی. دا احتمال ډېر دی چې موټر ته به په قصدي ډول اور اچول شوی وي، ځکه چې دومره ډېر اور که بلېږي، نو په موټر کې سپاره کسان د ځان ژغورنې هڅه کوي او شونې نه ده چې داسې دې ټول وسوځیږي.

حکومت بیا د پلاوي او پلټنو خبره کوي، خو اوس دا خبرې داسې دي، لکه د خلکو په زخمونو چې مالګي شیندي. د حکومت د سلګونو او زرګونو پلاوو او پلټنو پایله ورکه ده. همدا څه وخت مخکې لسګونه افغانان د اخوندي رژیم د وحشي ځواکونو له خوا سیند ته وغورځول شول، چې په ټوله نړۍ کې یې غوغا جوړه کړه. زموږ حکومت د پلتڼو او پلاوي خبره وکړه، خو تر ننه څوک پوه نه شول چې پایله څه شوه او آن ایراني چارواکي لا هم وایي چې د ایران په خاوره کې هېڅ داسې پېښه نه ده شوې. دا دی ایراني ځواکونه یو ځل بیا وحشت کوي، خو نور پر حکومت د خلکو باور ختم دی او پلټنې او پلاوي ټاکل ورته بې مانا ښکاري. د حکومت کړنې رښتیا هم پوره بې مانا دي، ځکه چې نه ورسره عدالت تامنیږي او نه هم د دغه ډول وحشتونو مخه نیول کېږي. تر دې دردوونکې خو دا ده چې آن ایراني چارواکي زموږ حکومت او استازو ته هېڅ ارزښت نه ورکوي. په ایراني کې د فرعوني آخوندي رژیم له خوا له دغه جنایت وروسته چې کله د افغانستان سفیر یزد ښار ته د ټپیانو لیدو ته ورغلی، نو آن ټپیان په روغتون کې هم تر څارنې لاندې دي او په لاسونو کې یې هتکړۍ دي. ایراني چارواکو دومره هم نه دي کړي چې د سفیر د ورتګ پر مهال دا هتکړۍ د ټپیانو له لاسونو څخه لرې کړي. دا زموږ د حکومت پر وړاندې د ایراني چارواکو د بې احترامۍ او بې تفاوتۍ اوج دی، چې له بده مرغه لامل یې هم خپله د دغو چارواکو ناسمې تګلارې او کمزوری دریځ دی.

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

له دې پېښه وروسته یو ځل بیا په افغانستان او بیا د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د عدالت غږ را پورته شوی او له افغان حکومت څخه غوښتل کېږي چې دا چاره جدي وګڼي، خو ښکاري چې دا وحشت به هم د تېر په شان هېر شي. له همدې امله پکار ده چې د عدالت لپاره متفاوت ګامونه واخیستل شي. دا ځل باید دا مسأله په نړیواله کچه مطرح شي. ټول افغانان او د بشري حقونو مدافعین باید په نړیواله کچه د دغه وحشت د څېړنې او عدالت لپاره غږ پورته کړي.

په اوږدمهال کې له دغه ډول وحشتونو د خلاصون لپاره موږ یووالي ته اړتیا لرو. د افغانستان ګاونډیان چې له ځان سره د اسلام وروستاړی هم کاروي، زموږ سره د ټولو اسلامي او انساني ارزښتونو خلاف چلند کوي. د دوی د ښه ګاونډیتوب او اسلام ټول شعارونه دروغ دي، نو پکار ده چې موږ نور په خپلو منځونو کې ستونزې ختمې کړو، د سولې پروسه بریالۍ کړو او خپل هېواد ته بېرته یو پیاوړی دولت او خپلو هېوادوالو ته عزت او سرلوړي را وګرځوو.

Previous Post

میهن د لوړو زده کړو خصوصي موسسه

Next Post

د مسکا ګټې!

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
د مسکا ګټې!

د مسکا ګټې!

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

حنفي: د ملي حاکمیت د نقض په صورت کې د هېواد دفاع پر ټولو لازمه ده

حنفي: د ملي حاکمیت د نقض په صورت کې د هېواد دفاع پر ټولو لازمه ده

مارچ 16, 2026
کابل کې د کرنیزو محصولاتو تولیداتو نندارتون جوړ شو

کابل کې د کرنیزو محصولاتو تولیداتو نندارتون جوړ شو

مې 2, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved