چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home پوهنتون

میهن د لوړو زده کړو خصوصي موسسه

حمیدالله حمیدي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جون 7, 2020
in پوهنتون
0
میهن د لوړو زده کړو خصوصي موسسه
685
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

میهن د لوړو زده کړو موسسې خپلې رسمي چارې د هېواد د لوړو زده کړو وزارت په منظورۍ په ۱۳۹۰ لمریز کال کې یوازې په طبي برخه کې پیل کړې دي. دغه موسسه له هماغه پیله تر اوسه دری پوهنځي (ستوماتولوژي، فارمسي او طبي ټکنالوژي) لري. د میهن د لوړو زده کړو موسسې د محصلینو او استادانو د چارو مرستیال سهراب عبدي وایي، په خپلو دری ګونو پوهنځیو کې ډېر محصلین لري چې نارینه او ښځینه دواړه پکې شامل دي.

عبدي وایي، له ۱۳۹۰ لمریز کاله تر دې دمه یې له فارمسي پوهنځي څخه اته دورې، له طبي ټکنالوژۍ څخه پنځه دورې او له ستوماتولوژي پوهنځي یې نهه دورې محصلین د لېسانس په کچه ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي دي. نوموړی وایي، تر اوسه یوازې په طبي برخه کې چې پورته ذکر شوي پوهنځي لري، فعالیت کوي او د کومې بلې برخې په اړه یې فکر نه دی کړی.

You might also like

نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسه

اسیا د لوړو زده کړو موسسه

جامي پوهنتون

دا سمه ده چې موږ  هم ښځینه او هم نارینه دواړو مسلکیانو ته اړتیا لرو، خو په طبي برخه کې بیا تر نورو ډېره ورته اړتیا ده. د عبدي په خبره، دوی اوس په خپلو فعالو پوهنځیو کې لږ تر لږه ۱۲۵۰ محصلین لري، چې په دې برخه کې ۳۵ سلنه یې ښځینه محصلینې دي. د نوموړي په خبره، د فارغ شویو محصلینو ۴۰ سلنه برخه یې ښځینه جوړوي چې اوسمهال د هېواد په بېلابېلو روغتونونو کې پر کار بوخت دي او د هېوادوالو خدمت کوي.

د میهن د لوړو زده کړو موسسې د محصلینو د چارو مرستیال وایي، له طبي ټکنالوژۍ او فارمسۍ پوهنځي څخه یې محصلین د لېسانس په کچه فارغېږي، خو دا چې د ستوماتولوژي په پوهنځي کې د زده کړو موده شپږ کاله ده، نو هغه کسان چې له دغه پوهنځي څخه فارغېږي، د ماسټرۍ په  کچه تحصیلي اسناد ورکول کېږي. دا چې په لوړو زده کړو وزارت کې د خصوصي پوهنتونونو  له قانون سره سم یو طبي پوهنځی په کال کې له سلو ډېر محصلین نه شي جذبولی، نو په دې برخه کې یو محدودیت شته. ښاغلی عبدي وایي، دا چې په خصوصي پوهنتونونو کې د طبي پوهنځیو د زده کړو لګښت یو څه زیات دی، نو هغه کسان چې اقتصادي وضعیت یې ښه نه وي، نه شي کولی دغه برخه مخ ته یوسي، نو دوی په کال کې د ۲۵۰ په شاوخوا کې نوي محصلین جذبوي.

میهن د لوړو زده کړو موسسه د خپلو محصلینو لپاره هر کال ځانګړی تخفیف لري. د عبدي په خبره، د ۱۳۹۸ لمریز کال لپاره په ستوماتولوژي او فارمسي  پوهنځیو کې ۲۰ سلنه تخفیف او په طبي ټکنالوژۍ کې ۴۰ سلنه تخفیف لري. د یادولو وړ ده چې میهن د لوړو زده کړو موسسه د قابلګۍ پوهنځی هم لري، چې یوازې دوه کاله پکې زده کړې کېږي. دی وایي، په قابلګۍ برخه کې هم د خپلو محصلینو لپاره ۴۰ سلنه تخفیف لري، چې یوازې ښځینه محصلینې پکې زده کړې کوي.

دا چې په خصوصي پوهنتونونو کې تر ډېره هغه کسان زده کړې کوي، چې د زده کړو تر څنګ خپل شخصي کاروبار لري او یا هم په نورو ادارو کې پر کار بوخت وي، نو میهن د لوړو زده کړو موسسې همدې ټکي ته په پام سره د ورځې په دوو ټایمونو کې د خپلو محصلینو لپاره د زده کړو زمینه برابره کړې ده. عبدي وایي، د سهار له اتو تر لسو او د مازدیګر له څلور نیمو تر اوو بجو پورې محصلین د زده کړو لپاره ور غواړي. دی وایي، په همدې موده کې محصلینو ته نظري او عملي زده کړې ورکول کېږي.

دا چې په میهن د لوړو زده کړو موسسه کې یوازې په طبي برخه کې زده کړې کېږي، نو استادان یې تر ډېره ډاکټران دي او لوړې زده کړې لري. د عبدي په خبره، په دری واړو پوهنځیو کې یې پر کار پوه او مسلکي استادان پر دندو ګومارلي او د تدریس چارې مخ ته وړي چې په دواړو برخو عملي او نظري ډول محصلینو ته تدریس کوي. د دې ترڅنګ د ثقافت د تدریس په برخه کې یې هغه کسان پر دندو ګمارلي، چې له شرعیاتو پوهنځي فارغ وي او د تدریس په برخه کې کافي تجربه ولري. دا چې څو کسان د میهن په لوړو زده کړو موسسه کې پر تدریس بوخت دي، په اړه یې عبدي څه ونه ویل.

که څه هم په طبي برخه کې د ډېرو کتابونو پیدا کول یو څه ستونزمن دي، خو بیا هم میهن د لوړو زده کړو موسسې هڅه کړې چې د خپلو محصلینو لپاره د اړتیا وړ کتابونه په خپل کتابتون کې ولري. د عبدي په خبره، د مسلک اړوند لږ تر لږه دری زره کتابونه یې په هارډ او لږ تر لږه پنځه سوه نور یې په سافټ ډول د خپلو محصلینو په واک کې ورکړي، څو محصلین او استادان د اړتیا پر مهال ګټه ترې واخلي. دی وایي، هڅه کوي هغه کتابونه چې په ۲۰۱۹ ز کال کې چاپ شوي، دوی به یې له ایران او هند هېوادونو څخه را وغواړي او د خپلو محصلینو په واک کې به یې ورکړي.

دغه موسسه تر اوسه پورې په کور دننه له لوړو زده کړو وزارت پرته له کوم پوهنتون سره علمي اړیکې یا هوکړې نه لري، خو اوس اوس یې هڅې پیل کړې چې په ترکیه کې له یوه خصوصي پوهنتون سره د علمي اړیکو تر څنګ، یوه هوکړه هم لاسلیک کړي، څو هغه محصلین چې دلته لوړې نمرې اخلي، د لوړو زده کړو او یا هم نورو وړتیاوو لوړولو لپاره یې دغه هېواد ته ولېږي او ترڅنګ یې د دغه پوهنتون له تجربو څخه ګټه واخلي.

لوړو زده کړو وزارت لومړی خصوصي پوهنتونونو او بیا وروسته د لوړو زده کړو خصوصی موسسو څخه فارغ شویو محصلینو  ته د ډيپلوم په کچه تحصیلي اسناد ورکوي. عبدي وایي، دوی تر اوسه پورې خپلو فارغ شویو محصلینو ته یوه تصدیق پاڼه چې لوړو زده کړو وزارت یې تاییدوي، ورکوي تر څو د دندې په پیدا کولو او نورو برخو کې ترې ګټه واخلي؛ ځکه دغه تصدیق پاڼه په ټولو ادارو کې د باور وړ ده او د ډیپلوم ارزښت لري. دی وایي، تر اوسه پورې یې لږ تر لږه ۶۰۰ فارغ شویو محصلینو ته دغه تصدیق پاڼې ورکړې او کله چې د لوړو زده کړو خصوصي موسسو ته د ډیپلومونو د وېش وار رسېږي، هغه وخت به بیا لومړی فارغ او بیا وروسته فارغېدونکو محصلینو ته د لوړو زده کړو وزارت لخوا تایید شوي ډیپلومونه ورکوي.

د دې موسسې اداره د خپل بنسټ لپاره یو پنځه کلن ستراتيژیک پلان لري، چې اوسمهال یې لوړو زده کړو وزارت ته د تاییدۍ لپاره استولی دی. په دغه ستراتيژیک پلان کې د دایمي استادانو ګومارل، د کتابتون پراختیا، د لابراتوارونو جوړول، د غاښونو د کلینیک جوړول او په ټوله کې د پولي کلینیک جوړول چې د شته پوهنځیو ټولې برخې به ولري، شامل دي.

د میهن د لوړو زده کړو موسسه له لوړو زده کړو وزارت څخه غواړي چې په لومړي سر کې باید له خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زده کړو له موسسو څخه ملاتړ وکړي او که ملاتړ ونه کړي او هرڅه په اوسني ډول روان وي، ډېر ژر به ډېری پوهنتونونه او یا موسسې وتړل شي او که ونه هم تړل شي، د کیفیت له اړخه به خورا کمزوري شي. د دې ترڅنګ فارغ شویو محصلینو ته د ډيپلومونو وېشل یوه اساسي ستونزه ده. عبدي وایي، که څه هم په هېواد کې فعالې ټولې ادارې پر دې ښې پوهېږي چې تر اوسه پورې د خصوصي پوهنتونونو فارغ شویو محصلینو ته ډيپلومونه نه دي وېشل شوي او ورکړل شوې تصدیق پاڼې چې لوړو زده کړو وزارت تایید کړې دي، د ډیپلوم ارزښت لري، خو بیا هم د دوی لپاره په دنده اخیستو کې ستونزې جوړوي. دی له لوړو زده کړو وزارت څخه غواړي چې هر څومره ژر کېدای شي د خصوصي پوهنتونونو د فارغانو لپاره هم ډیپلومونه ورکړي، څو محصلين له خپل دې اساسي حق څخه برخمن شي او د دندې په پیدا کولو کې له ستونزو سره مخ نه شي.

Previous Post

حکومت ۱۰۰۰ تنه نور طالب بندیان خوشې کوي

Next Post

د آخوندي رژیم د وحشتونو دوام او د متفاوت غبرګون اړتیا

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
اگست 8, 2021
اسیا د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

اسیا د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
اگست 1, 2021
جامي پوهنتون
پوهنتون

جامي پوهنتون

by Spogmai Radio
جولای 11, 2021
علامه د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

علامه د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
جولای 4, 2021
اهل بیت د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

اهل بیت د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
جون 27, 2021
Next Post
د آخوندي رژیم د وحشتونو دوام او د متفاوت غبرګون اړتیا

د آخوندي رژیم د وحشتونو دوام او د متفاوت غبرګون اړتیا

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

سپوټنیک: پومپیو طالبانو سره د لیدنې په موخه قطر ته ځي

سپوټنیک: پومپیو طالبانو سره د لیدنې په موخه قطر ته ځي

اگست 24, 2020
هند: په سپوږمۍ کې د اوبو د نښو موندلو په لټه کې یو

هند: په سپوږمۍ کې د اوبو د نښو موندلو په لټه کې یو

اگست 26, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved