د لومړي ځل لپاره د وچې مېوې په ګډون افغاني محصولات په عمان کې په یوه نندارتون کې نندارې ته وړاندې شول. لس تنو افغان سوداګرو چې په دغه درې ورځني نندارتون کې یې ګډون کړی، وايي د محصولاتو لپاره د بازار موندنې په موخه باید په نړۍوالو نندارتونونو کې برخه واخلي. په عمان کې د افغانستان د سفارت مسوولین هم وايي، هڅه کوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د راکړې ورکړې کچه لوړه او لازمې اسانتیاوې برابرې کړي. بل لور ته د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، په نړۍوالو نندارتونونو کې د افغان سوداګرو د ګډون لپاره هڅه کوي چې د هغوی د ویزې اړوندې ستونزې حل کړي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت د ورکړ شویو مالوماتو له مخې، یوازې په تېرو اتوو میاشتو کې په کور دننه ۱۳ نندارتونونه جوړ شوي چې د ۳۴ ولایتونو سوداګرو په کې خپل محصولات نندارې ته ایښي دي.












