چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home افغانستان

د امریکا سفارت: افغان حکومت دې د فساد په اړه ټولې معتبرې ادعاوې وڅېړي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جولای 13, 2020
in افغانستان, اقتصاد
0
د امریکا سفارت: افغان حکومت دې د فساد په اړه ټولې معتبرې ادعاوې وڅېړي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

امریکا یو ځل بیا په افغانستان کې پر موجود فساد اندېښنه ښودلې او له افغان حکومت یې غوښتي چې په دې تړاو جدي ګامونه اوچت کړي. په کابل کې د امریکا د سفارت شارژدافیر په یوه ټوېټ پیغام کې ویلي رسنیو ته په کار ده چې د فساد په کشف او افشا کې خپل رول ډېر او حکومت باید په دې تړاو ملت ته ځواب ویونکی وي. په دې وروستیو کې ګڼو رسنیو او نړیوالو بنسټونو په افغانستان کې د شته فساد له امله راپورونه خپاره کړي دي او په وینا یې د فساد پر وړاندې اوسنۍ مبارزه اغېزمنه نه ده.

له هغه وروسته چې په هېواد کې د کرونا ویروس د خپرېدو راپورونه خپاره شول، ورسره سم په ټولنیزو رسنیو کې د فساد د موجودیت او د کرونا لپاره د ځانګړو شوو پیسو د اختلاس او غلا ګنګوسې هم خپرې شوې. له هغه وروسته یو شمېر رسنیو د فساد پر وړاندې د مبارزې په اړه څېړنیز راپورونه خپاره کړل او په هغه کې یې ثابته کړه چې په افغان حکومت کې فساد موجود دی او په دې فساد کې حکومتي چارواکي ښکېل دي. سره له دې چې حکومت د فساد موجودیت رد کړ، خو اوس نړیوالې رسنۍ او مهم نړیوال بنسټونه او د افغانستان متحدین له زیاتېدونکي فساد شکایت کوي.

You might also like

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

تازه په کابل کې د امریکا د سفارت شارژدافیر هم د شته فساد په اړه اندېښنه ښودلې ده. راس ویلسن د ځینو رسنیو کار ستایلی چې د فساد پر وړاندې مبارزه او د اختلاس د مواردو له موجودیت راپورونه ورکوي، خو له حکومته غواړي چې په دې اړه خپل اقدامات جدي کړي. د نوموړي په خبره، فساد د افغانستان د پرمختګ په لار کې خنډ دی، رسنیو له فساد پرده پورته کړې او  اوس د حکومت دنده ده چې دغه راپورونه په سمه او دقیقه توګه وڅېړي. افغان حکومت تر اوسه د رسنیو له لوري د خپرو شوو راپورونو او دغه راز د امریکا د سفیر پر څرګندونو غبرګون نه دی ښودلی او نه هم په دې اړه ولس ته معلومات ورکوي.

د امریکا د سفارت شارژدافیر همدا راز غوښتنه کړې چې حکومت دې ژر تر ژره تورن کسان د قانون منګولو ته وسپاري. د ده په خبره: ((حکومت دې د رسنیو معتبر راپورونه په دقیقه توګه وڅېړي، هغوی چې په فساد کې ښکېل دي، باید جزايي شي او د قانون منګولو ته وسپارل شي)).

تر دې وړاندې هم په کابل کې د امریکا د سفارت سرپرست راس ویلسن تر دې وړاندې هم په افغانستان کې له رسنیو، خصوصي سکتور، شرکتونو او عامو وګړو غوښتي وو چې د فساد په له منځه وړلو کې مرسته وکړي او د فساد موارد افشا کړي. هغه د ملګرو ملتونو د یوه راپور په غبرګون کې ویلي وو چې فساد د افغانستان د سولې او پرمختګ په لار کې تر ټولو ستر خنډ دی او پر وړاندې یې پراخې مبارزې ته اړتیا ده.

د امریکا سرپرست سفیر داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې پرون هم په کابل کې د فساد پر وړاندې یوه سفارتي ګروپ په دې تړاو اعلامیه خپره کړې وه. په دې ګروپ کې ملګري ملتونه، جاپان، امریکا، اروپايي ټولنه او نور هېوادونه شامل دي او په یوه خوله له افغان حکومت غواړي چې د فساد پر وړاندې مبارزه جدي کړي. ملګرو ملتونو هم په یوه راپور کې په افغانستان کې د فساد اوسنۍ کچه د جدي اندېښنې وړ بللې وه او له حکومت یې ددغه پدیدې پر وړاندې د جدي او عملي مبارزې غوښتنه کړې وه.

افغان حکومت بیا تر دې دمه پر هېڅ دغه راپور او ادعا غبرګون نه دی ښودلی. سره له دې چې د مافیا له لوري په ګمرکونو کې هم د فساد ګنګوسې او راپورونه خپاره شوي دي، د کرونا لپاره په ځانګړې شوې بودیجه کې د اختلاس ګڼ راپورونه دي، خو حکومت په دې تړاو وضاحت نه ورکوي. ولسمشر څه موده مخکې په یوه مرکه کې ویلي وو، پیسې یې د کرونا ضد مبارزې لپاره پیدا کړې، خو ظرفیت نشته دی، دوی یې نه شي لګولی او هغوی چې فساد کړی ولس ته به معلوم وي ولس یې دې له ګریوان ونیسي.

Tags: Top
Previous Post

اوزون طبقه – ولې ویجاړېږي او څنګه ساتل کېدی شي؟

Next Post

د سولې لپاره د لا ډېرې قربانۍ او انعطاف اړتیا

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي
افغانستان

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی
افغانستان

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي
افغانستان

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي
افغانستان

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي
افغانستان

نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
په حکومت کې ورځ تر بلې زیاتېدونکی فساد

د سولې لپاره د لا ډېرې قربانۍ او انعطاف اړتیا

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د چين او ميانمار د بهرنيو چارو وزيرانو سره وليدل

د چين او ميانمار د بهرنيو چارو وزيرانو سره وليدل

اپریل 26, 2026
د کرکټ نړۍوال جام؛ نن افغانستان او انګلستان لوبه کوي

د کرکټ نړۍوال جام؛ نن افغانستان او انګلستان لوبه کوي

اکتوبر 15, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved