چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

د سولې لپاره د لا ډېرې قربانۍ او انعطاف اړتیا

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جولای 13, 2020
in تبصرې
0
په حکومت کې ورځ تر بلې زیاتېدونکی فساد
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

حکومت طالبان د تاوتریخوالي پر زیاتولو تورنوي او وايي چې دا تاوتریخوالی به د سولې هڅې زیانمنې او خلک ناهیلي کړي. طالبان بیا حکومت د سولې د خبرو په پیل کې پر خنډ جوړولو تورنوي او وايي چې د دوحې د تړون پر اساس باید پاتې طالب بندیان هم خوشي شي، څو د سولې خبرو ته لاره هواره شي. له دې سره د سولې په پروسه کې یو بندون رامنځ ته شوی چې ورسره بین الافغاني خبرې ځڼدیږي او جګړه زیاتیږي.

ټاکل شوې وه درې نیمې میاشتې وړاندې خبرې پیل شي، خو د بندیانو د خوشې کولو لانجې د جګړې دوام ته لاره هواره کړه او زرګونه افغانان ووژل شول. حکومت بیا هغه کار وکړ چې په پیل کې یې نه کاوه، ۴۴۰۰ طالب بندیان یې خوشې کړل، خو اوس ستونزه په ۶۰۰ بندیانو کې ده، چې حکومت یې نه خوشې کوي او وايي چې دوی جنايي بندیان دي. د حکومت دریځ له سولې سره له مخالفت پرته بله هېڅ مانا نه لري، ځکه چې که په دې ۶۰۰ بندیانو د سولې خبرې پیلېږي، نو پکار ده چې په خوشې کولو کې یې ځنډ ونه شي. د دغو بندیانو نه خوشې کول د جګړې د دوام سبب شوي، هره ورځ لسګونه افغانان وژل کېږي، نو که په دغو بندیانو خبرې پیلېږي او سولې ته لاره هواریږي، نه خوشې کول یې په هېڅ ډول د توجیه وړ نه دي. که خبره د قانون وي، نو حکومت خو په هره چاره کې د قانون پر مرۍ پښه اېښې او دلته چې خبره د افغانانو د هیلې او سولې ده، پکار ده چې قانون پلمه نه شي او بندیان خوشې شي. حکومت ځیني جنایتکاران خوشې کړل، ځینو ته یې څوکۍ ورکړې او ځینو یې هم په رتبو او امتیازونو ونازول، خو د سولې لپاره بیا دلته د قانون د واکمنۍ خبرې کوي، چې په واقعي مانا له دې ولس سره لوی ظلم دی.

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

طالبان هم باید نرمښت وکړي، د بندیانو د خوشې کولو لپاره له سیاسي لارو چارو کار واخلي، تاوتریخوالی زیات نه کړي، ځکه چې اوس جګړه پوره افغاني ده او زیان یې یو مخ افغانانو ته رسیږي. په جګړه کې د وژل کېدونکو افغانانو مړي د هغوی کورونو ته نه ورځي چې د سولې په لاره کې خنډونه جوړوي، بلکې د هغوی کورونو ته ورځي چې سوله یې هیله ده او په دې برخه کې قربانۍ ته تیار دي. له همدې امله طالبان باید تاوتریخوالی نور هم کم کړي او هېڅ ډول زیادښت پکې را نه ولي. آن پکار ده چې طالبان له ځینو غوښتنو تېر شي. ښه ده چې د سولې لپاره ددغو ۶۰۰ کسانو له خوشې کولو هم تېر شي او یو څه نور هم ورته صبر وکړي، څو خبرې پیل شي. که له دې سره سره بیا هم چا د سولې د خبرو په پیل کې خنډ جوړاوه، ولس ته به معلوم شي او پراخ فشار به پرې راشي. د جګړې اوسنی زیان ولس ته اوړي، نو ځکه هر څوک چې له دې ولس سره مینه او خواخوږي لري، له خپله اړخه باید ډېره قرباني او انعطاف وښيي، څو د سولې پروسه بریالۍ شي او جګړه‌خوښي او د سولې ضد کسان ناکام او رسوا شي.

Previous Post

د امریکا سفارت: افغان حکومت دې د فساد په اړه ټولې معتبرې ادعاوې وڅېړي

Next Post

بادغیس

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
بادغیس

بادغیس

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

تدارکاتو کمېسیون د ۵. ۲ میلیارده افغانیو په ارزښت ۸ پروژې منظورې کړې

تدارکاتو کمېسیون د ۵. ۲ میلیارده افغانیو په ارزښت ۸ پروژې منظورې کړې

مارچ 17, 2025
امریکا اوکراین ته ۲۰۰ سټینګر استولي دي

امریکا اوکراین ته ۲۰۰ سټینګر استولي دي

مارچ 3, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved