امریکا دې د افغانستان کنګل شوې شتمني په تدریجي توګه ازاده کړي. د بحران نړیوالې ډلې په تازه خپاره کړي راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د روان اقتصادي وضعیت تر ټولو ستر لامل د دغه هېواد د شتمني کنګل کول دي.
سرچینه کاږي ددې جدي اړتیا ده د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړل شي او په دغه هېواد کې د بشري ناورین د پراختیا مخنیوی وشي. په راپور کې راځي چې اقتصادي فشارونه د طا لبانو چلند نه شي بدلولی او نه هم دا چار اغېزناکه ده، نو له همدې امله دې امریکا په تدریجي توګه د افغانستان شتمني ازاده کړي.
د بحران نړیوالې ډلې ویلي چې امریکا دې ژر تر ژره د بشردوستانه مرستو د رسولو لپاره یوه برخه پیسې په امتحاني توګه ازادې کړي او دلته دې اړمنو افغانانو سره د مرستو لار پرانیزي.











