د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وایي مرستندویه بنسټونه دې له کورنیو بېځایه شوو سره خپلې مرستې پیل او پراخې کړي. یاد کمیسیون په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې په هېواد کې د روانو جګړو له امله زرګونه کورنۍ بېځایه شوې دي، خلک له روغتیايي، غذايي، تحصیلي او تعلیمي ستونزو سره مخ شوي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري. ددغه کمیسیون په خبره د کابل په ګډون د هېواد ډېری لویو او وړو ښارونو کې د خلکو د بېځایه کېدو له امله د بشري ناورین احتمال شته دی، نو له همدې امله افغان حکومت، مرستندویه موسسو، نړیوالې ټولنې او هغه بنسټونو ته چې په بشري برخه کې فعالیت کوي، په کار ده څو خپلې مرستې و نه سپموي. سرچینه کاږي چې ددې جګړې تر ټولو ستر زیان ملکي وګړو، په تېره ښځو او ماشومانو ته اوړي نو ځکه ښکېلو لورو ته په کار ده چې د درولو لپاره یې لاس په کار شي.












