د ترکیې پولیسو په اماسیا ښار کې ۱۶ تنه افغان کډوال چې په یوه موټر کې پټ شوي وو، نیولي دي. د ترکي رسنیو د راپور له مخې، موټر چلوونکی هم د پولیسو لهخوا نیول شوی دی. په وروستیو میاشتو کې له ترکیې څخه د افغان کډوالو د نیولو او اېستلو لړۍ چټکه شوې ده. ترکيه وايي، هېواد ته به یې د کډوالو د ناقانونه ننوتلو او وتلو د مخنيوي لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي. د راپورونو له مخې، د ترکیې پولیسو د روان کال له پیل راهیسې د دغه هېواد په بېلابېلو ښارونو کې څه باندې څلور زره افغان کډوال نیولي او بېرته یې افغانستان ته استولي دي. د رسمي شمېرو پربنسټ، په ترکیه کې څه باندې ۳۰۰ زره افغان کډوال ژوند کوي.












