نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه لیکنه کې ویلي چې له افغانستان څخه د ځواکونو ایستل او دا هېواد یوازې پرېښودل تاریخي تېروتنه ده. د لیکنې لیکوال وایي، سره له دې چې امریکا افغانستان ته د دې لپاره ځواکونه ونه لېږل چې د افغان ښځو وضعیت ښه شي، خو عملاً میلیونونو نجونو ته ښوونځیو ته د تګ زمینه برابره شوه او بېلو برخو کې یې لوړې زده کړې وکړې. د لیکوال په باور اوس دغو نجونو او ښځو ته شا اړول کېږي. راپور کاږي دغه راز د هغو نورو افغانانو چې په افغانستان کې یې د بشري حقونو او خلکو ته د ښه ژوند د برابرولو لپاره هلې ځلې کړې دي پرېښودل به یوه تاریخي اشتباه وي او هیڅکله به افغانان د امریکایانو دا تېروتنه هېره نه کړي.











