د ملګرو ملتونو د خوړو نړيوال سازمان ویلي، چې له پاکستانه ايستل شویو ډېری افغانانو خپل هر څه له لاسه ورکړي او په تش لاس د افغانستان پولې ته رسېدلي دي. د ملګرو ملتونو د خوړو نړيوال سازمان پرون سیشنبه پر خپله اېکس پاڼه په یوه خپره کړې ويډيو کې ویلي، سره له دې چې د پام وړ بودیجه نه لري، خو بیا یې هم د شاوخوا دوه نیمو لکو راستنو شوو افغان کډوالو ته د بېړنیو خوراکي توکو مرستې رسولې دي. د ملګرو ملتونو اړوند بنسټونو او سازمانونو د معلوماتو له مخې، د نومبر له لومړۍ نېټې څخه تراوسه پورې له پاکستان څخه څه باندې ۴سوه زره افغان کډوال د تورخم او سپین بولدک له لارې هیواد ته را ستانه شوي دي. په داسې حال کې چې ډیری را ستانه شوي د سرپناه د نشتوالي ستونزه لري او له بلې خوا د ژمي راتګ هم سخت اندېښمن کړي دي.












