سپینې ماڼۍ یو ځل بیا له افغانستان د سرتېرو د ایستلو او بايډن له پرېکړې دفاع کړې ده. د سپینې ماڼۍ ویانده جین ساکي وایي په افغانستان کې د ماموریت په اړه بایډن ته ډول ډول نظرونه ورکول کېدل چې په پایله کې یې هغه داسې څه انتخاب کړل چې د امریکا ملي ګټې ساتي. د ساکي په خبره د سرتېرو د ایستلو پرېکړه یو پر ځای اقدام و، چې د امریکا ګټې یې وساتلې او دوی یې له یوې اوږدې جګړې را و ایستل. هغه ټینګار کوي چې بایډن د نظرونو ډېروالي حیران کړی و، نو اړ و چې یو پر ځای او ملي ګټو ته په کتو اقدام وکړي. نوموړې دغه راز وایي ګڼ داسې نور وړاندیزونه هم و چې د بايډن له لوري و نه منل شول، چې په هغه کې یو هم د سرتېرو د حضور دوام و. سپينه ماڼۍ داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې د سرتېرو د ایستلو په تړاو د بایډن اداره د کانګریس له سخت فشار سره مخ شوې ده.












