د ملګرو ملتونو عمومي منشي وایي دغه سازمان په نړۍ کې ډېرې ستونزې حل کړې دي خو لا یې هم د کار په لار کې ستر خنډونه شته دي. انتونیو ګوتریش د ملګرو ملتونو د جوړېدو د پنځه اویایمې کلیزې په مناسبت ددغه سازمان غړو ته د خبرو پر مهال وویل چې ملګرو ملتونو له نړیوالو جګړو وروسته په نړۍ کې د نظم او ثبات لپاره مهم کارونه کړي دي خو لا هم د بشریت د خوندیتابه او هوساینې په برخه کې د ترسره کېدونکو فعالیتونو په لار کې خنډونه موجود دي. هغه وایي اټومي وسلې، د اقلیم بدلون، وباګانې، جګړې، اقتصادي مسایل او بې وزلي هغه مسایل دي چې بشریت یې له ستونزو سره مخ کړی دی او ملګري ملتونه یې د خطرونو کمولو په لټه کې دي. د ملګرو ملتونو په دغه عمومي غونډه کې د ټولو غړو هېوادونو مشرانو یا استازو په انلاین او حضوري توګه برخه اخیستې وه.












