د لوګر ولایتي چارواکي وایي چې د نوي ۱۴۰۳ کال په ترڅ کې به د دغه ولایت د ټولو ولسوالیو محاکمو ته ودانۍ جوړې شي. د دغه ولایت والي ضیاالرحمن مدني پلعلم کې د مرکز پل علم او ولسوالیو د محاکمو له مسوولینو سره په یوه ناسته کې ویلی، چې د سرپرست حکومت د مشرتابه د ځانګړي حکم له مخې، د محمداغې، خوښۍ، بره کي برک، ازرې، څرخ او خروار ولسوالیو محاکمو ته اداري ودانۍ جوړېږي. مدني ویلي، د ولسوالیو محاکمو لپاره ودانۍ به د یوه کال په ترڅ کې د سرپرست حکومت د پراختیایي بودجې څخه جوړې شي چې د ولسوالي په کچه به د یوې محکمې ټولې اداري اړتیا به بشپړې کړي.












