پنجشنبه, سپتمبر 10, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Home نړیوال خبرونه

د چين د خدماتي سوداګرۍ د ۲۰۲۶م کال نړيوال نندارتون: د ګډو ګټو او ودې نړيوال پلاټفورم

Spogmai Radio by Spogmai Radio
سپتمبر 10, 2026
in نړیوال خبرونه
0
د چين د خدماتي سوداګرۍ د ۲۰۲۶م کال نړيوال نندارتون: د ګډو ګټو او ودې نړيوال پلاټفورم
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د چین د خدماتي سوداګرۍ نړيوال نندارتون د دغه هېواد د لوړې سويې ورخلاصون د پراخولو مهمه کړکۍ ده او دغه راز د نړۍ لپاره د چين د خدماتي سکتور او د نوښتګر پرمختګ د څار او له دې هېواد سره د پرمختيايي ګټو د شريکولو کليدي پلاټفورم هم دی.

د چين د خدماتي سوداګرۍ د ۲۰۲۶م کال نړيوال نندارتون د سپتمبر په نهمې نېټې په پلازمېنه بېجینګ کې پرانیستل شوی او د روانې مياشتې تر ۱۳مې نېټې پورې به دوام ولري. دغه  نندارتون د چين د ۱۵م پنځه کلن پلان د پیل په درشل کې د دولت په کوربتوب د خدماتي سوداګرۍ يو جامع نندارتون دی، چې په کې د ۹۰ هېوادونو او سیمو او نړيوالو سازمانونو خپل نندارځي جوړ کړي، د چين د خدماتو د نمونو ځانګړی نندارتون جوړ شوی او له ۱۸۰۰ زیاتې تصدۍ په حضوري ډول پکې ګډون لري. دغه راز به یو لړ نوې ټکنالوژۍ، نوي خدمات او نوي پلانونه په لومړي ځل پکې نندارې ته وړاندې شي.

You might also like

د مصر په ګډون ۸ هېوادونو ګډه اعلاميه خپره کړه

د صربیا ولسمشر ووچیچ پارلمان منحل کړ

ايران د اټومي انرژۍ نړيوالې اېجنسۍ پر تصويب شوي پرېکړه ليک نيوکه وکړه

د چین دولت رئیس شي جین پینګ د ۲۰۲۵م کال په سپتمبر کې د چين د خدماتي سوداګرۍ د ۲۰۲۵م کال نړيوال نندارتون ته د مبارکۍ پيغام کې وويل، چې چين به له بېلابېلو هېوادونو سره په ګډه د خدماتي سوداګرۍ په برخه کې پرانيستې او نوښتګرې همکارۍ وکړي، پرانيستی نړيوال اقتصاد جوړ کړي او د انسانانو د ګډ برخليک تولنې ابادۍ ته پرله پسې نوی خوځنده ځواک ورکړي.

د چين خدماتو نړۍ ته ګټې رسولې دي. چين د نړيوال اقتصاد د کمزورې ودې پر وړاندې د لوړې سويې پر ورخلاصون ټينګار لري. په دې برخه کې يې يو ښه مثال د چين د خدماتي سوداګرۍ سږنی نندارتون يادولی شو؛ کوم چې د ګډو ګټو او ګډې ودې په موخه د بېجینګ په شوګانګيوان پارک کې روان دی.

ناروې د سږني نندارتون د مېلمه هېواد په توګه او د چين د ګوانګ شي د جوانګ قوم کورواکه سيمه د مېلمه ولایت په توګه ټاکل شوي او ځانګړي نندارځي يې پکې جوړ شوي. دغه راز د نورو ډېرو هېوادونو نندارځي هم جوړ شوي، چې ځانګړي صنعتونه او د پرمختګ لاسته راوړنې يې په مرکزي توګه پکې نندارې ته وړاندې کړي دي. په نندارتون کې په لومړي ځل د چين د خدماتو د مثالونو ځانګړی نندارځی هم جوړ شوی، چې د دغه هېواد د خدماتي سوداګرۍ په ۱۲ برخو کې څه باندې ۱۴۰ نوښتګر مثالونه نندارې ته وړاندې شوي او نږدې ٪ ۴۰ مثالونه يې له مصنوعي ځيرکتيا، لویو ماډلونو او ځيرکو ټکنالوژيو سره تړاو لري. په نندارتون کې دغه راز يو داسې ځانګړی زون هم جوړ شوی، چې تصدۍ پکې د بهرنیو پانګونو معلومات او مشورې تر لاسه کولی شي.

د چین د خدماتي سوداګرۍ نړیوال نندارتون د لومړي پړاو مساحت يوازې ۵۰۰۰۰ مربع متره و او له لومړي پړاو څخه ۱۴ کلونه تېر شوي دي، اوس دغه نندارتون په نړۍ کې د خدماتي سوداګرۍ په سکټور کې تر ټولو لومړی لوی جامع نندارتون ګرځېدلی دی.

د روان کال په لومړۍ نيمايي کې د چين د خدماتو سوداګرۍ ښه وده کړې ده: د خدماتو واردات او صادرات يې ۳ اعشاريه ۸ ټريليونه يوانه ښيي، چې د تېر کال د همدې مودې د ورته شمېر په پرتله ۸ اعشاريه ۳ سلنه زیاتوالی ښيي، د خدماتو صادرات يې ۱۷ اعشاريه ۶ سلنه زیاتوالی ښيي چې د بهرنۍ سوداګرۍ د ودې لپاره مهم انجن ګرځېدلی دی.

په سږني نندارتون کې د بهرنيو هېوادونو بازارونو ته د لارو موندلو لپاره ځانګړی نندارځای ترتیب شوی، چې د پولي چارو، قانون، محاسب او د پوهنې ملکيت حق په شمول د یو شمېر برخو مسلکي ارګانونو پکې خپل خدمات نندارې ته وړاندې کړي او څه باندې ۴۰ فعاليتونه به تر سره کړي.

په دې وروستيو کې د چین خدماتو په بهرنيو هېوادونو کې ښه بازار موندلی. د اګست په ۲۵ مې نېټې د “لونګ مارچ ۶ سي وای۱” (Long March 6C Y1) لېږدونکي راکټ په بریالیتوب سره د چين له خوا جوړه شوې يوه سپوږمکۍ فضايي مدار ته ورسوله، کومه چې تایلنډ ته د لیرې واټن څخه د کرنې او ايکولوژۍ د څارنې خدمات وړاندې کوي. دا لومړی ځل دی، چې د چین سوداګریز فضایي شرکت د جنوب ختیځې آسیا پر هېوادونو د سپوږمکۍ د جوړولو، توغولو او په مدار کې د ځای پر ځای کولو بشپړ پړاوويز خدمات سپاري.

د بېجینګ په يي جوانګ سيمه کې په جامع ګمرکي زون کې له شلو څخه زیاتو شرکتونو، چې د بایوميډيسین، مدغمو سرکټونو او د پرمختللي توليد په برخو کې تخصص لري، خپل مقرونه يا استازولۍ جوړې کړې دي او یوازې په څه دپاسه شپږو میاشتو کې يې د وارداتي او صادراتي سوداګرۍ حجم يې له ۱۰ ميلیارډ یوانو څخه اوښتی دی.

د چین د خدماتي سوداګرۍ حجم له یو ټریلیون امریکايي ډالرو څخه اوښتی دی. د چین د سوداګرۍ وزارت د خدماتو نړیوالې سوداګرۍ انستيتيوټ مشر لي جون وویل، د خدماتو مصرف او سوداګري د اقتصادي ودې د ملاتړ، د اقتصادي جریان د اسانتيا او د رقابتي ځواک د لوړوالي لپاره مهم رول لوبوي او چين  د خدماتو په سوداګرۍ کې له یوه مهم لوبغاړي څخه په پیاوړي ځواک د بدلېدو په حال کې دی.

نړۍ د چين د خدماتي سوداګرۍ د ۲۰۲۶م له نړيوال نندارتون څخه د چين ورخلاصون او ځان باور ويني. دغه هېواد هڅه کوي، چې د لا پرانيستي، معنی دارو او اغېزناکو اقداماتو له لارې له نړۍ سره د پرمختیايي فرصتونو د شريک کولو نوی څپرکی وليکي.

Previous Post

په تېرو پنځو کلونو کې ۹۲۸ اداري پروسې ساده شوې دي

Next Post

د چین دولتي اقلیمي مرکز نيپال ته د اقليم د څار او وړاندوینې توليدات برابر کړل

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د مصر په ګډون ۸ هېوادونو ګډه اعلاميه خپره کړه
نړیوال خبرونه

د مصر په ګډون ۸ هېوادونو ګډه اعلاميه خپره کړه

by Spogmai Radio
سپتمبر 10, 2026
د صربیا ولسمشر ووچیچ پارلمان منحل کړ
نړیوال خبرونه

د صربیا ولسمشر ووچیچ پارلمان منحل کړ

by Spogmai Radio
سپتمبر 10, 2026
ايران د اټومي انرژۍ نړيوالې اېجنسۍ پر تصويب شوي پرېکړه ليک نيوکه وکړه
نړیوال خبرونه

ايران د اټومي انرژۍ نړيوالې اېجنسۍ پر تصويب شوي پرېکړه ليک نيوکه وکړه

by Spogmai Radio
سپتمبر 10, 2026
دينګ شوی شيانګ د خدماتي سوداګرۍ د ۲۰۲۶م کال په نړيواله سرمشريزه کې ګډون وکړ
نړیوال خبرونه

دينګ شوی شيانګ د خدماتي سوداګرۍ د ۲۰۲۶م کال په نړيواله سرمشريزه کې ګډون وکړ

by Spogmai Radio
سپتمبر 10, 2026
د چين بهرنۍ سوداګري د پرمختګ په حال کې ده
نړیوال خبرونه

د چين بهرنۍ سوداګري د پرمختګ په حال کې ده

by Spogmai Radio
سپتمبر 10, 2026
Next Post
د چین دولتي اقلیمي مرکز نيپال ته د اقليم د څار او وړاندوینې توليدات برابر کړل

د چین دولتي اقلیمي مرکز نيپال ته د اقليم د څار او وړاندوینې توليدات برابر کړل

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

په لوګر کې ۴ نوي ښوونځي د زده‌کوونکو پرمخ پرانېستل شوي دي

په لوګر کې ۴ نوي ښوونځي د زده‌کوونکو پرمخ پرانېستل شوي دي

مارچ 28, 2024
پروان کې د بې سرپرسته نجونو او هلکانو لپاره دارالایتامونه جوړ شوي

پروان کې د بې سرپرسته نجونو او هلکانو لپاره دارالایتامونه جوړ شوي

فبروري 1, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

د مصر په ګډون ۸ هېوادونو ګډه اعلاميه خپره کړه
نړیوال خبرونه

د مصر په ګډون ۸ هېوادونو ګډه اعلاميه خپره کړه

سپتمبر 10, 2026
د صربیا ولسمشر ووچیچ پارلمان منحل کړ
نړیوال خبرونه

د صربیا ولسمشر ووچیچ پارلمان منحل کړ

سپتمبر 10, 2026
ايران د اټومي انرژۍ نړيوالې اېجنسۍ پر تصويب شوي پرېکړه ليک نيوکه وکړه
نړیوال خبرونه

ايران د اټومي انرژۍ نړيوالې اېجنسۍ پر تصويب شوي پرېکړه ليک نيوکه وکړه

سپتمبر 10, 2026
دينګ شوی شيانګ د خدماتي سوداګرۍ د ۲۰۲۶م کال په نړيواله سرمشريزه کې ګډون وکړ
نړیوال خبرونه

دينګ شوی شيانګ د خدماتي سوداګرۍ د ۲۰۲۶م کال په نړيواله سرمشريزه کې ګډون وکړ

سپتمبر 10, 2026
د چين بهرنۍ سوداګري د پرمختګ په حال کې ده
نړیوال خبرونه

د چين بهرنۍ سوداګري د پرمختګ په حال کې ده

سپتمبر 10, 2026
د چين استازی: سیاسي او ديپلوماتيکې لارې چارې د ايران د اټومي مسئلې د حل وفصل سمه لار ده
نړیوال خبرونه

د چين استازی: سیاسي او ديپلوماتيکې لارې چارې د ايران د اټومي مسئلې د حل وفصل سمه لار ده

سپتمبر 10, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ