د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وايي، مسکو هیله لري چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بندیانو د تبادلې په برخه کې ستونزې به د بین الافغاني خبرو خنډ نه شي. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخاروا په یوه خبري غونډه کې ویلي، چې روسیه د بندیانو د خلاصون هرکلی کوي او د پاتې بندیانو د خلاصون په اړه د ولسمشر غني د هغې پرېکړې د ژر عملي کېدو تمه لري چې له مشورتي لویې جرګې وروسته یې وکړه. د زخاروا په وینا د افغانانو ترمنځ خبرې هم د افغانانو او هم د افغانستان د بهرنیو شریکانو په ګټه دي. ولسمشر غني تېره اوونۍ د پنځه زره طالب بندیانو له ډلې د پاتې ۴۰۰ بندیانو د خلاصون په اړه د مشورتي لویې جرګې له پرېکړې سره موافقه وکړه خو وروسته استرالیا او فرانسې ورڅخه وغوښتل چې هغه بندیان خوشي نه کړي چې د دوی پر ځواکونو یې بریدونه کړي دي.











