روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کرونا وبا ۲۸۵ نمونې څېړل شوې دي چې له ډلې یې یوازې د ۱۴ هغو پایله مثبته وه، له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۳۹ زره او ۲۶۸ ته رسېدلی دی. د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې له کرونا وبا د مړینې کوم راپور نه دی ورکړل شوی خو ۴۳ نور بیا بېرته روغ شوي دي. د روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې له کرونا وبا یو زر او ۴۵۸ کسان مړه شوي او ۳۲ زره او ۷۸۹ نور بیا بېرته رغېدلي دي.












