طالبانو د سولې له خبرو سره هممهاله جګړې ته هم په پوره شدت ادامه ورکړې ده. نړیوالې رسنۍ بیا ان دا تور پورې کوي چې طالبان غواړي د مذاکراتو په جریان کې ځینې لوی ښارونه ونیسي. دوی د کندوز پېښې ته اشاره کوي، چې د شنبې په ورځ په دوحه کې د بین الافغاني خبرو له پيل سره سم پر دغه ښار برید وشو او طالبانو یې د نیولو او لویو لارو د تړلو هڅه وکړه. بلخوا طالبانو بیا رویټرز ته ویلي چې دوی له امریکا سره د هوکړې مطابق پر هېڅ لوی ښار برید نه دی کړی او دغه ډول راپورونه ردوي.
په دوحه کې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ مخامخ خبرې پيل شوې دي. تېره ورځ یې درېیمه غونده وه. په درېیمه غونډه کې ټاکل شوې وه چې پر مهمهو اجنډاوو خبرې وشي خو تازه نړیوالې رسنۍ وایي چې د سولې له خبرو سره هممهاله طالبانو خپلې جګړې هم شدیدې کړې دي. رویټرز او سټار انډ سټرایپس په دې اړه راپورونه ورکړي دي. رویټرز وایي طالبان هڅه کوي چې د سولې له خبرو سره هممهاله په افغانستان کې پر لویو یا کلیدي ښارونو بریدونه وکړي، فشار جاري وساتي او ځان فعال وښيي.
د سرچینې په وینا د شنبې په ورځ چې کله په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بین الافغاني مذاکراتو د پیل لپاره پرانیستغونډه جوړه شوې وه طالبانو په ګڼو ښارونو کې لوی او واړه بریدونه وکړل. رویټرز لیکي ددې بریدونو په لړ کې تر ټولو لوی یې پر کندوز ښار و چې طالبانو یې د نیولو هڅه کوله او دغه ښار ته تللې لویې لارې یې نا امنه کړې. له اژانس سره ځايي خلکو په خبرو کې ویلي چې ولایت یې نا امنه دی او د څو راتلونکو ساعتونو د وضعیت په اړه وړاندوینه ګرانه ده. په راپور کې راځي چې د کندوز مهمې لارې د څو ساعتونو لپاره د خورا شدیدې جګړې شاهدانې وې. بلخوا نړیوالو شنونکو او د افغانستان د مسایلو څارونکو رویټرز ته ویلي چې طالبان هڅه کوي ځان فعال وښيي له همدې امله د سولې له خبرو سره هممهاله د لویو ښارونو د نیولو او شدیدو جګړو پلان هم لري. د دوی په وینا ((دوی د سولې او هممهاله مذاکراتو له سیاست کار اخلي. غواړي وښيي چې دوی فعال دي او هر څه کولی شي. ښايي ډېرې لوړې ژورې رامخ ته شي، طالبان به خپلو فشارونو ته ادامه ورکړي)).
تر دې وړاندې هم وړاندوینه دا وه چې د بین الافغاني خبرو له پیل سره سم ښایي په هېواد کې جګړې ځکه تودې شي چې طالبان او حکومت به دواړه د امتیاز اخیستلو او فشارونو لپاره نظامي فعالیتونه ډېر کړي. بلخوا د دوحې د مذاکراتو لومړی تمرکز پر دې دی چې باید تاوتریخوالی کم کړل شي او یا دې دایمي اوربند تامین شي. د ملي مصالحې عالي شورا تېره ورځ په یوه خبري غونډه کې د خبرو پر مهال وویل چې د افغانانو تر ټولو مهمه او ستره غوښتنه د اوربند تامین دی او په دې اړه له طالبانو سره خبرې کېږي.
بلخوا طالبانو هم ویلي وو چې دوی د دایمي اوربند په لار کې شته خنډونه له منځه وړي. نړیواله ټولنه هم د اوربند پر تامین ټینګار کوي. د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش د بین الافغاني مذاکراتو پرانیستغونډې ته د وینا پر مهال وویل، دواړو لورو ته په کار ده چې د نړۍ حساس وضعیت ته په کتو تر هر څه وړاندې پر بشري اوربند هوکړه وکړي. ترکیه هم له هغو هېوادونو وه چې جګړه او سوله یې په یوه وخت کې ناممکن وبلل او پر طالبانو یې غږ کړی دی چې د خبرو له پیل سره هممهاله دې اوربند هم اعلان کړي.
بلخوا طالبان بیا وایي چې دوی له امریکا سره د سولې هوکړې تر لاسلیک وروسته هېڅ وخت پر لویو ښارونو بریدونه نه دي کړي. طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وايي ((موږ پر لویو ښارونوبرید نه دی کړی، هدف مو هم دا و چې د سولې بهیر باید تخریب نه شي)). افغان چارواکي هم وايي چې د سولې د خبرو له پیل سره هممهاله طالبانو په اتلسو ولایتونو کې لوی او واړه بریدونه کړي دي.












