چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

ستر ازمويښت؛ پیاوړې کابینه د ګڼو د بریاوو کیلي ده

Spogmai Radio by Spogmai Radio
سپتمبر 15, 2020
in تبصرې
0
رویان د لوړو زده کړو خصوصي موسسه
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

ولسمشر مخکې د یوه فرمان له لارې د ډاکټر عبدالله عبدالله د ډلې لس وزیران لسو وزارتونو ته د سرپرست په توګه معرفي کړي وو. خو د ځینو اختلافونو له امله تر ځنډ وروسته ایله پرون دغه وزیران وزارتونو ته ورمعرفي شول. په دې ډله کې داسې څېرې شته چې مخکې یې هم پر لوړو حکومتي څوکیو دندې ترسره کړې دي او ځینې یې بیا نوې څېرې دي چې د ډاکټر عبدالله عبدالله او ولسمشر غني ترمنځ د معاملې پر اساس پر دندو ګومارل شوې دي.

په دې کې شک نشته دی چې د حکومت پر اوسنۍ کابینه پراخ انتقادونه موجود دي. همدا چې د ډاکټر عبدالله عبدالله د ډلې لس وزیران د ولسمشر غني له لوري سرپرست وزیران اعلان شول په ټولنیزو رسنیو کې یې پراخ غبرګونونه وپارول. ځینو دا معامله ناکامه وبلله او د ځینو څېرو راتګ یې پر حکومتولۍ ملنډې وهل وبلل. خو اوس دا چې هر څه د یوې معاملې له مخې روان دي تر څنګ یې ځینې موارد هم شته چې د افغانستان د ملي ګټو لپاره مهم دي. دا هغه موارد دي چې باید عملي شي او په دې حساسو شرایو کې د افغانستان د ژغورنې اصل دی.

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

د سولې خبرې روانې دي، دا هم معلومه ده چې حکومت ته اړتیا ده، دلته باید حکومتولي وي، قانون وي او مسایل له قانوني مراجعو حل شي. تر هر څه مهمه دا ده چې اوس دې ولسمشر سرپرسته کابینه پارلمان ته ور معرفي کړي او وزیران دې د باور رایه خپله کړي. پر وزارت سرپرست پاتې کېدل پخپله بې کفایتۍ او فساد ته د لارې هوارولو په مانا ده. وزیران باید له سرپرستۍ ووځي او کابینه دې له نیوکو خلاصه شي.

بله مهمه خبر کار دی. اوس وزیران د وېش پر اساس راغلي دي او دا معلومه خبره ده چې دوی به تر ملت او پارلمان ډېر هغو کسانو ته ځواب ویونکي وي چې دوی یې په برخه کې راغلي او پر وزارت ګومارل شوي دي. خو له دې سره سره افغانستان کار ته اړتیا لری. هېواد په یوه کړکېچن وضعیت کې دی. د سولې خبرې روانې دي او هر لوری د امتیاز اخیستو هڅه کوي. اوس که حکمت کارا وي، وزیران د کار خلک وي، خپل مسوولیتونه په سمه توګه ادا کړی شي، نو واضح خبره ده چې خلک به له حکومت راضي وي او حکومت به په مذاکراتو کې ډېر امتیاز واخلي.

خو که برعکس حکومتي وزیران یوازې د خپلې ډلې مشر ته ځواب وواي او ځان د سهمیې په اساس راغلی د هر څه مالک وبولي، د ولس درد دوا نه کړي، د هېواد حساس شرایط درک نه کړي او پر ځای پرېکړې و نه لري، نو دا به هم د مذاکراتو پر مېز د افغان حکومت موقف کمزوری کړي او هم به د افغانستان وضعیت تر دې بد کړي.

ولس له جګړو ستړی دی، له فساد ستړی دی، د حکومت د امتحان وخت همدا دی، چې دوی څنګه د ولس زړه ګټي. دوی همدلته کولی شي ولس یا د ځان په طرف کړي او یا یې له ځان زړه توری کړي. اوس حکومت ته په کار ده چې د خپل انتخاب مطابق خپل کوښښونه هم ډېر کړي.

Previous Post

رویټرز: طالبان له خبرو سره هممهاله د کلیدي ښارونو د نیولو پلان لري

Next Post

پاتریک مودیانو

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
پاتریک مودیانو

پاتریک مودیانو

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

بولټون: د بایډن د محبوبیت بایللو لامل افغانستان دی

بولټون: د بایډن د محبوبیت بایللو لامل افغانستان دی

نوومبر 15, 2021
شي جين پينګ د تايوان تنګي ۱۵م فورم ته د مبارکي پيغام ولېږه

شي جين پينګ د تايوان تنګي ۱۵م فورم ته د مبارکي پيغام ولېږه

جون 17, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved