کورنیو چارو وزارت وایي چې سر له سبا څخه به د هېواد په لسو نورو ولایتونو کې د پاسپورت ورکړې بهیر پیل شي. د یاد وزارت ویاند سعید خوستي ویلي چې د دغه وزارت اړوند د پاسپورټ ریاست په سپارښتنه به سر له سبا څخه په لسو ولایتونو کې د پاسپورټونو د وېش لړۍ پیل شي. نوموړي ویلي چې دا چاره یې د هېوادوالو د هوساینې لپاره کړې ده څو وکولی شي په اسانۍ سره په خپلو ولایتونو کې پاسپورټ واخلي. نوموړي په کابل کې د پاسپورت د وېش درېدلې پروسې په اړه څه نه دي ویلي خو په دې وروستیو کې دغه وزارت خبر ورکړی و چې په کابل پاسپورت ریاست کې رامنځته شوې تنخنیکي ستونزه په اوارېدو ده او ژر به په کابل کې هم د پاسپورتونو د وېش پروسه پیل شي.












