د ګلوپ نړیوال څېړنیز بنسټ لخوا د یوه نوې ترسره شوې سروې له مخې، په تېر ۲۰۲۱ کال کې افغانان د نړۍ تر ټولو خپه یا غمجن خلک ښودل شوي دي. له افغانستان وروسته دویم هېواد چې خلک یې ناخوښ او خپه دي، لبنان دی. د راپور له مخې، په دغه سروې کې راغلي، دا دواړه هغه هېوادونه دي چې نړۍ کې د ټولو هېوادونو پرتله خلک یې په ډېرې ناچارۍ کې ژوند کوي. ګلوپ له تېرو څو لسیزو راهیسې هر کال دا ډول څېړنې کوي. سږ کال دا بنسټ د خپلو تېرو کلونو تجربې سره په پرتلې وايي، د هېڅ هېواد اتباع د افغانانو په څېر د اندېښنې او ناچارۍ احساس نه درلود. دا بنسټ چې مرکز یې په امریکا کې دی وايي، په ۲۰۲۱ کال کې د نړۍ په کچه د خپګان او ناچارۍ ګراف مخ پر لوړ روان و، او په ټوله کې نړۍ کې د پخوا پرتله خلک خپل ژوند او راتلونکې ته ډېر اندېښمن دي.












