چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

سرپرستي؛ هغه غیر قانوني دود چې باید ختم کړل شي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مارچ 7, 2021
in تبصرې
0
سرپرستي؛ هغه غیر قانوني دود چې باید ختم کړل شي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

پرون د ملي شورا د اوولسمې تقنیني دورې درېیم کال پیل شو. د ملي شورا ‎د دې دورې پرانیسته ولسمشر غني وکړه او په دې پرانیسته کې یې خپله وینا هم واوروله. د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني د ښه راغلاست د پيغام پر مهال له ولسمشر غني وغوښتل چې د سرپرستۍ دود ختم کړي او ژر تر ژره د هغو کسانو پر ځای دوی ته د باور رایې اخیستلو لپاره وزیران او رییسان ورمعرفي کړي، چې تر دې دمه د سرپرستانو له لوري اداره کېږي. ولسمشر هم په دې غونډه کې د میر رحمان رحماني د خبرو هر کلی وکړ او ژمنه یې وکړه چې ژر تر ژره به د سرپرستانو پر ځای د باور رایې اخیستلو لپاره د کابینې غړي ولسي جرګې ته ور معرفي کوي.

سره له دې چې روان کال ولسي جرګې د افغان حکومت د کابینې اکثریت غړو ته د تایید رایه ورکړه، خو لا هم له بده مرغه ځينې ادارې او وزیران د سرپرستانو له لوري اداره کېږي. په دې کې ډېری یې هغه ادارې دي، چې دوی ته نومول شوو وزیرانو او رییسانو د باور رایه وا نه اخیسته او یا هم د باور رایې تر اخیستلو وروسته یې وزیران لرې کړل شوي او پر ځای یې سرپرستان مقرر شوي دي. د ولسمشر په اوسنۍ کابینه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او ښځو چارو وزارت لپاره نومول شوي وزیران په دې بریالي نه شول چې د باور رایه واخلي او همدا راز د افغانستان بانک مشر هم د هغو کسانو په لېست کې دی، چې د ولسي جرګې غړو د باور رایه نه ده ورکړې.

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

بلخوا د مالیې پخوانی وزیر او د روغتیا پخوانی وزیر بیا هغه کسان وو چې له ولسي جرګې یې د باور رایه اخیستې وه، خو لا یې د کار میاشت نه وه پوره شوې، چې ولسمشر له دندې ګوښه کړل او پر ځای یې سرپرستان وګومارل.

نه یوازې په کابینه کې، بلکې د افغانستان په اکثریت ادارو کې د ولایتونو او مرستیالانو په کچه د سرپرستۍ دود لا هم پر خپل ځای دی او دې مسئلې نه یوازې دا چې پر حکومت د خلکو باور کم کړی، بلکې د چارو په ترسره کولو کې یې هم ګڼې ستونزې جوړې کړې دي. دې مسئلې فساد او کم‌کارۍ ته هم زمینه برابره کړې ده. خلک دا نیوکه کوي چې ولسمشر ډېر وخت پر ځینو ادارو خپلې کړۍ ته نږدې کسان ګوماري، چې دوی ډېر وخت له ولسي جرګې د باور رایه نه شي اخیستلی، نو له همدې امله که دوی رایه اخلي او یا نه، نو خپلې دندې ته د ولسمشر غني په خوښه ادامه ورکوي. بلخوا د افغانستان قوانینو د سرپرستۍ لپاره وخت او نېټه مشخص کړي او تر هغې ور هاخوا د سرپرست په توګه د یوه شخص د کار دوام قانوني اړخ نه لري.

که حکومت په رښتیا غواړي، چې شفافیت رامنځ ته کړي، نو ښه به وي چې ژر تر ژره د سرپرستۍ دود ختم کړي، د کابینې غړي دې ولسي جرګې ته ور معرفي کړي او اجازه دې ورکړي چې ولسي جرګه رښتیني افغانانو، خدمتګارو او داسې کسانو ته رایه ورکړي، چې په دې حساسو شرایطو کې د ملت درد دوا کړي.

Previous Post

ولسمشر: پردۍ طرحې ناکامې دي، اساسي قانون او ولسواک نظام مو سره کرښه ده

Next Post

د نړۍ لومړنی ۱۸ ګېګابایټ رم لرونکی موبایل بازار ته راځي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
د نړۍ لومړنی ۱۸ ګېګابایټ رم لرونکی موبایل بازار ته راځي

د نړۍ لومړنی ۱۸ ګېګابایټ رم لرونکی موبایل بازار ته راځي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

لوړو زده کړو وزارت: بهر ته د زده کړو لپاره د تللو استادانو معاشونه ورکوو

ندامحمد ندیم: له تحصيلي ډګره به د پردیو لاسونه لنډ کړم

اکتوبر 22, 2022
د افغان حکومت پریکړه؛ نن له پاکستانه د درملو پر وارداتو بشپړ بندیز ولګید

د افغان حکومت پریکړه؛ نن له پاکستانه د درملو پر وارداتو بشپړ بندیز ولګید

فبروري 9, 2026

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved