چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home افغانستان

ولسمشر: پردۍ طرحې ناکامې دي، اساسي قانون او ولسواک نظام مو سره کرښه ده

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مارچ 7, 2021
in افغانستان
0
ولسمشر: پردۍ طرحې ناکامې دي، اساسي قانون او ولسواک نظام مو سره کرښه ده
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

ولسمشر غني تېره ورځ د ملي شورا د اوولسمې تقنیني دورې درېیم کال پرانیست. نوموړي په همدې مناسبت په جوړو شوو مراسمو کې یو ځل بیا وویل چې سوله یې لومړیتوب دی او په خبره یې د دې لومړیتوب لپاره افغان حکومت خپل پلان لري.

نوموړي دغه راز بیا هم ټینګار کړی چې یوازې له قانوني لارو او د ټاکنو پر مټ به واک راتلونکي ولسمشر ته سپاري. هغه د امریکا نوې طرحې ته په اشارې دا هم وویل چې له پردیو هېوادونو راغلي خیالونه او خوبونه دلته سوله نه شي راوستلی. د ولسي جرګې رییس هم له طالبانو وغوښتل چې ژر تر ژره له جګړو لاس واخلي.

You might also like

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

ولسمشر پرون د ولسي جرګې او مشرانو جرګې یو بل تقنیني کال پرانیست. په سر کې د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني د ښه راغلاست پیغام ولوست او له ولسمشر یې مننه وکړه چې پر سختو مسایلو یې له ولسي جرګې سره په سختو شرایطو کې د ستونزو حل ته مټې بډ وهلې دي. د ده په وینا، ډېر وخت د حکومت او ولسي جرګې ترمنځ د نظر اختلاف موجود و او د دواړو لورو په بحثونو او هڅو حل شوی دی. په دې غونډه کې د ولسي جرګې رییس د سولې په اړه هم څرګندونې لرلې. نوموړي پر طالبانو غږ وکړ، چې په دې حساسو شرایطو کې دې غیر عملي طرحې نه وړاندې کوي او د  دوحې په مذاکراتو کې دې نرمښت وښيي. د ده په خبره: «طالبان دې داسې طرحې نه رامخ ته کوي چې هغه په تېره بیا په اوسنیو شرایطو کې د عملي کېدو وړ نه وي. دوی باید د دوحې خبرو ته ادامه ورکړي او په مذاکراتو کې دې نرمښت وښيي».

میر رحمان رحماني همدا راز وویل چې طالبان دې د ولس غږ واوري او د سولې لار دې خپله کړي. د ده په وینا، سوله د هر افغان غوښتنه ده او طالبانو ته هم په کار ده چې ژر تر ژره تاوتریخوالی کم کړي او د سولې په راتګ سره د افغانستان په تاریخ کې خپل نوم د سوله کوونکو په نامه ثبت کړي.

بلخوا ولسمشر غني بیا په لومړي سر کې پر وروستیو هدفي بریدونو وغږېد. د ده په وینا، د هېواد دښمنان د دې لپاره چې خلک پر راتلونکې بې باوره شي، هدفي بریدونه کوي، د دې هېواد پیاوړي مغزونه په نښه کوي، هغه ځوانان په نښه کوي، چې دوی د دې وطن لپاره هیلې لري او په خبره یې، دا هر څه افغانان نه شي وېرولی او د ترهګرو دغه ډول ظالمانه پلانونه به ناکامېږي. د ده په وینا: «ترهګرو په دې وروستیو کې زموږ ګڼ هېوادوال، خبریالان، مدني فعالین، ښځینه خبریالانې، سیاسي فعالین، نخبه ځوانان او مشهور شخصیتونه په نښه کړل. دوی غواړي موږ و وېروي او د راتلونکې په اړه مو ناهیلي کړي».

ولسمشر دغه راز د سولې د وروستیو مسایلو په اړه هم خبرې لرلې. ده د امریکا وروستۍ طرحې ته چې ویل کېږي زلمي خلیلزاد له ګڼو افغان سیاسیونو سره شریکه  کړې، هم غبرګون درلود. ولسمشر په خپلو خبرو کې د امریکا دا طرحه یو خیال او خوب وباله او په وینا یې: «هره اداره او هر هېواد کولی شي د افغانستان په اړه خپل خوب او خیال په کاغذ ولیکي او را ولېږي. دا کار پخوا هم شوی، بیا هم کېږي او اوس هم روان دی».

نوموړي دې مسایلو ته په ځواب وویل، چې افغانان یوازې اساسي قانون ته درناوی لري او د سولې خبرې به هم د همدې قانون په رڼا کې مخ ته ځي. د ولسمشر په خبره، افغان حکومت سولې ته ژمن دی، خو داسې سوله چې هغه دلته روانه خونړۍ او پردۍ جګړه د تل لپاره ختمه کړي. د ولسمشر په خبره، سوله تدبیر غواړي او بې تدبیره او بېړنۍ سولې تل له ماتې سره مخ شوې دي. ولسمشر زیاته کړه: «زما تجربه او تاریخ ښيي، چې بې تدبیره او په بېړه د سولې رامنځته شوې هوکړې، لږ تر لږه په پنځو کلونو کې ناکامې شوې دي. دې مسئلې ثبات نه دی راوستی، بلکې د جګړو او حکومتونو د ماتېدو سبب شوې دي».

ولسمشر په خپلو خبرو کې یو ځل بیا پر طالبانو غږ وکړ، چې د سولې لار خپله کړي او په خبره یې، د جمهوریت لمن پراخه ده او طالبان کولی شي له سیاسي لارو د اساسي قانون او ولسواک نظام په رڼا کې د خلکو په رایه ځان واک ته ورسوي. هغه زیاته کړه، چې نور پر خلکو د وېرې او زور پر مټ د حکومت کولو دوره تېره شوې او د ولس غوښتنو او رایو ته باید درناوی وشي.

Tags: Top
Previous Post

صاف نیت او پاک زړه

Next Post

سرپرستي؛ هغه غیر قانوني دود چې باید ختم کړل شي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي
افغانستان

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی
افغانستان

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي
افغانستان

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي
افغانستان

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي
افغانستان

نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
سرپرستي؛ هغه غیر قانوني دود چې باید ختم کړل شي

سرپرستي؛ هغه غیر قانوني دود چې باید ختم کړل شي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

قرآن‌ کریم ته د سپکاوي په غبرګون کې د لاریونونو دوام

قرآن‌ کریم ته د سپکاوي په غبرګون کې د لاریونونو دوام

جنوري 27, 2023
د امریکا د سولې په انیستیتوت: د طالبانو او افغان حکومت مذاکرات به اوږده موده ونیسي

د امریکا د سولې په انیستیتوت: د طالبانو او افغان حکومت مذاکرات به اوږده موده ونیسي

اگست 17, 2020

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved