د کندهار سوداګرۍ خونه وايي د سپین بولدک – چمن ترمنځ لارې تړل کېدو له امله دواړو غاړو ته په وچه او تازه مېوه، سبزجاتو او نور خوراکي او غیر خوراکي توکو بار سلګونه موټر ولاړ دي. د سوداګرو په وینا که د سپین بولدک او چمن ترمنځ لار ژر خلاصه نشي نو مېوې او نور توکي به يې خراب شي او سخت زیانونه به ورته واوړي. د کندهار د سوداګرۍ خونې مرستال عبدالباقي بینا وايي، که دغه لاره خلاصه نشي دواړو لورو ته سخت زیانونه واوړي. دغه راز یو شمېر مسافر چې ناروغان هم ورسره دي دامهال د کندهار په هوټلونو او اډو کې د لارې خلاصېدو ته انتظار کوي. د سپین بولدک ـ چمن دروازه وروسته له هغه وتړل شوه چې تېره یکشنبه یوه وسله وال کس د پاکستان پر سرحدي ملېشو ډزې وکړې چې په نتیجه کې یې یو پاکستانی سرتیری ووژل شو او دوه نور ټپيان شول.











