چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home افغانستان

ولسمشر غني: موږ له نړیوالو خیرات نه، بلکې پراخه همکاري او پیاوړې اړیکې غواړو

Spogmai Radio by Spogmai Radio
نوومبر 24, 2020
in افغانستان
0
ولسمشر غني: موږ له نړیوالو خیرات نه، بلکې پراخه همکاري او پیاوړې اړیکې غواړو
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

په راتلونکو دوو میاشتو کې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستو موده پای ته رسېږي چې اوس د مرستو د دوام او تمدید لپاره د جنیوا کنفرانس روان دی. په دغه کنفرانس کې ګڼو افغان چارواکو او د بېلو ادارو مشرانو ویناوې درلودې او له افغانستان سره د مرستو د دوام غوښتنه یې کوله. ولسمشر غني وویل چې له نړیوالو خیرات نه، بلکې له دوی سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی. بلخوا ګڼو نړیوالو بنسټونو هم پر مرستندویه هېوادونو غږ کړی دی چې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

پرون د افغانستان په اړه د جنیوا کنفرانس د بهرنیو چارو د وزیر حنیف اتمر په وینا پیل شو. د دغه کنفرانس په څنډه کې د تېرې ورځې غونډه د تلپاتې سولې ټینګولو په نامه وه، چې په هغه کې حنیف اتمر او د اروپايي ټولنې کمېشنر لینار چیچ مشري کوله. په دې غونډه کې حنیف اتمر وویل چې سوله د افغان حکومت لومړیتوب ده او دوی هڅه کوي چې ژر تر ژره په افغانستان کې روانه خونړۍ جګړه د خبرو له لارې حل شي، خو هغه د خپلو خبرو په دوام وویل چې طالبانو د سولې په برخه کې پر خپلو کړو ژمنو عمل نه دی کړی. د ده په وینا، سره له دې چې افغان حکومت د طالبانو زرګونه بندیان خوشي کړل، خو دې ډلې په تاوتریخوالي کې کموالی نه دی راوستی، بلکې برعکس جګړې یې ډېرې کړې دي.

You might also like

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

اتمر دغه راز ټینګار وکړ چې د سولې هڅې باید د تاوتریخوالي د کمښت سبب شي. د ده په وینا: ((موږ د طالبانو بندیان خوشي کړل، خو دلته تاوتریخوالی کم نه شو، لا هم له بده مرغه د افغانانو هر سهار په چاودنو او خونړیو پېښو پیلېږي)).

افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم دې غونډې ته وینا وکړه او له نړیوالو یې د مرستې او همکارۍ غوښتنه وکړه. هغه وویل چې له نړیوالو خیرات نه غواړي، بلکې له دوی سره پراخې اړیکې او د لا ډېرې همکارۍ غوښتونکی دی. ولسمشر غني همدا راز د سولې په تړاو د نړیوالې اجماع پر پیاوړي کولو هم خبرې وکړې. هغه وویل چې نړیوال، په تېره د سیمې هېوادونه باید د افغانستان د سولې په اړه سره یوه خوله شي او په دې موضوع کې د دوی اجماع ډېره مهمه ده.

ولسمشر د خپلو خبرو په دوام له نړیوالې ټولنې د مرستو د دوام او دغه راز له ترهګرۍ سره پر کارنده مبارزې ټینګار کړی دی. ولسمشر غني زیاته کړې، چې نړیواله ټولنه باید له افغانستان سره خپلې مرستې روانې وساتي، څو افغانستان سیاسي ثبات او سولې ته کار وکړي. د ده په خبره: ((موږ له نړیوالو خیرات نه، بلکې لا ډېره همکاري غواړو. نړیوال باید دلته له ترهګرۍ سره د مبارې او په افغانستان کې د دایمي پرمختګ لپاره له موږ سره خپلو مالي مرستو ته ادامه ورکړي)).

په دې غونډه کې د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي مشر محمد معصوم ستانکزي هم د سولې لپاره د نړیوالو مرستې مهمې بللې دي. هغه په خپلو خبرو کې ویلي چې نړیوال دې د سولې د راتګ او دغه راز تر سولې وروسته د دایمي ثبات د تامین لپاره له افغانستان سره د خپلو مرستو پر دوام هوکړه وکړي.  نوموړي د جنیوا کنفرانس ته وینا کې ویلي، په اوسني پېچلي وضعیت کې له طالبانو سره خبرې له لوړو ژورو ډکې، خو سولې ته د رسېدو تر ټولو لنډه لار مذاکرات دي او دوی به د افغانانو په استازولۍ تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي. نوموړي زیاته کړې، د افغانستان راتلونکې نړیوالو مرستو ته اړتیا لري، څو د دې پروسې له بریالي کېدو سره د ګڼو نورو ستونزو تر څنګ هېواد ته د کډوالو د بیا راستنېدو زمینه هم برابره شي.

بلخوا ګڼو نړیوالو بنسټونو هم پر ملګرو ملتونو او مرستندویه هېوادونو غږ کړی چې له افغانستان سره د بشري ناورین د مخنیوي او دغه راز دایمي ثبات د راتګ لپاره خپلو مرستو ته ادامه ورکړي. نن به هم د جنیوا کنفرانس ادامه پیدا کوي او مرستندویه هېوادونه به د خپلو مرستو په اړه ویناوې کوي. دوی مخکې له مخکې افغان حکومت ته ګڼ شرطونه ټاکلي دي، چې د مرستو د دوام لپاره باید هغه عملي کړي. په دې کنفرانس کې سلو هېوادونو او مرستندویه بنسټونو ګډون کړی دی.

Tags: Top
Previous Post

د چين د وارداتو نړيوال نندارتون د فرصتونو ډګر

Next Post

کرونا؛ ولې خلک یوازې له کوره بهر احتیاط کوي؟

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي
افغانستان

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی
افغانستان

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي
افغانستان

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي
افغانستان

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي
افغانستان

نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
کرونا؛ ولې خلک یوازې له کوره بهر احتیاط کوي؟

کرونا؛ ولې خلک یوازې له کوره بهر احتیاط کوي؟

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو د برياليتوب د لومړۍ کليزې د يادونې لپاره يو لړ فعاليتونه پيل شوي

د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو د برياليتوب د لومړۍ کليزې د يادونې لپاره يو لړ فعاليتونه پيل شوي

فبروري 5, 2023

یووالی او همکاري د چین د پرمختګ راز دی

جولای 6, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved