چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home افغانستان

سیاسيون: د سولې په اړه د حکومت د دریځ اوسنی وضعیت د طالبانو په ګټه دی

Spogmai Radio by Spogmai Radio
سپتمبر 6, 2020
in افغانستان
0
سیاسيون: د سولې په اړه د حکومت د دریځ اوسنی وضعیت د طالبانو په ګټه دی
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

په افغانستان کې د ګڼو ناورینونو ترڅنګ د حکومتي چارواکو ترمنځ اختلافات یو بل ناورین ګڼل کېږي. سره له دې چې تازه په ټوله نړۍ کې د افغانستان د سولې مسئله تر ټولو تود خبر ګڼل کېږي، خو افغان چارواکي په دې برخه کې یو څه بې پروا دي او په سیاسي کشمکشونو بوخت دي. د چارو شنونکي، سیاسي فعالین او سیاسي ګوندونه په دې باور دي چې د سولې په اړه د افغان سیاسیونو ترمنځ اوسنی پاشلی وضعیت او د ثابت دریځ نه موجودیت د طالبانو په ګټه دی او دوی به له دې ضعف د سولې په خبرو کې استفاده وکړي.

تمه ده چې بین الافغاني مذاکرات ډېر ژر پیل شي، خو په افغان حکومت کې د ننه اختلافاتو اندېښنې پارولې دي. تازه د ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله عبدالله ترمنځ چې د حکومت ستر شریکان دي، د ځینو مسایلو پر سر ستونزې او کشمکشونه جوړ شوي دي. تر ټولو لوی کشمکش د ملي مصالحې عالي شورا پر تشکیل را ولاړ شوی دی. بلخوا سیاسی ګوندونه او سیاسي فعالین دغه اختلافونه د هېواد په ګټه نه بولي. د دوی په خبره، دا هر څه کولی شي چې د طالبانو دریځ پیاوړی کړي او دوی به له دې کمزوریو د بین الافغاني مذاکراتو په لړ کې استفاده وکړي.

You might also like

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

د سیاسيونو په خبره، د حکومتي مشرانو ترمنځ روان اختلاف له بدمرغۍ پرته بل څه نه شي راوړلی. د افغانستان د ملي همبستګۍ د نهضت مشر سید اسحاق ګیلاني وايي، د حکومتي مشرانو د اختلافونو زیان افغانانو ته اوړي. د ده په خبره: ((ددې اختلافونو دوام له بدمرغۍ پرته بل څه نه دی، دا زموږ ولس ته بدمرغي راولي، دا درد موږ زغمو، بدمرغي پر خلکو ده، دا بدمرغي نه ډاکټر عبدالله ته ده، نه ډاکټر غني ته)).

څو ورځې وړاندې ولسمشر غني یو فرمان صادر کړ چې له ځان سره یې یو اوږد لېست هم درلود او په دې لېست کې راغلي کسان یې د ملي مصالحې عالي شورا غړي بللي وو. د دې لېست تر خپرېدو وروسته ډاکټر عبدالله عبدالله د ولسمشر ددغه کار مخالفت وکړ. دده په خبره ولسمشر حق نه لري چې د ملي مصالحې د تشکیل په اړه فرمان صادر کړي او خلک ورته انتخاب کړي. هغه زیاته کړې چې دا صلاحیت د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله لري او په دې اړه یې له ګڼو بنسټونو سره بحثونه روان کړي دي. بلخوا ډاکټر عبدالله عبدالله هم تر دې دمه د ملي مصالحې عالي شورا د غړو نوملړ نه دی اعلان کړی. دا ستونزې او کشمکشونه په دې حساسو شرایطو کې د افغانستان په ګټه نه بلل کېږي او سیاسي ګوندونه وایي چې باید ډېر وختي د دې شورا غړي معرفي شوي وای. د محور سیاسي بهیر غړی تمیم نورستاني وایي: ((د دې شورا په اعلام کې ډېر ځنډ راغی. باید وختي یې غړي اعلان شوي وای، اوس باید د شورا غړو کار پیل کړی وای)).

سیاسی فعالین بیا دغه راز وایي چې د ملي مصالحې عالي شورا باید ټول‌شمونه وي او که داسې و نه شي، نو ښایي د سولې لپاره ګټور ګام نه وي او د ګټې پر ځای به زیان ولري. د ده په خبره: ((که د ملي مصالحې غړي ټول‌شموله نه وي، دا نو طبعي خبره ده چې خپل منفي تاثیرات لري)).

د سولې کاروان مشر اقبال خیبر بیا د سولې په اړه د حکومت دریځ پاشلی بولي او په خبره یې که وضعیت همداسې وي، نو طالبان چې د سولې په اړه واحد دريځ لري، ښايي د مذاکراتو پر مېز ګټونکي شي. ده په خبره: ((که د افغانستان د حکومت موقف لکه څنګه چې اوس دی، همداسې پاتې شي، همداسې پاشلی وضعیت ولري، نو په مقابل کې یې د طالبانو نظر واحد دی، نظر یې واحد دی نو ښایي ګټونکي شي)).

سیاسیون داسې مهال د سولې په اړه د افغان حکومت پر پاشلي دریځ نیوکې کوي چې ټاکل شوې په نږدې راتلونکې کې بین الافغاني خبرې پيل شي او د افغان حکومت مذاکراتي پلاوی به له طالبانو سره مخامخ بحثونه پيلوي.

Tags: Top
Previous Post

له کوره کار؛ د ټولنیزو شبکو مدیریت پر غاړه واخلئ

Next Post

سامسُنګ تر ټولو پیاوړې بېټرۍ لرونکی ځیرک موبایل معرفي کوي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي
افغانستان

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی
افغانستان

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي
افغانستان

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي
افغانستان

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي
افغانستان

نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
سامسُنګ تر ټولو پیاوړې بېټرۍ لرونکی ځیرک موبایل معرفي کوي

سامسُنګ تر ټولو پیاوړې بېټرۍ لرونکی ځیرک موبایل معرفي کوي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

برادر: افغانستان کې د نشه يي توکو د کښت کچه نږدې صفر ته رسېدلې

برادر: افغانستان کې د نشه يي توکو د کښت کچه نږدې صفر ته رسېدلې

مارچ 4, 2024
د پاکستان په یوه کان کې د ګاز نیونې له امله ۱۱ تنه مړه شوي

د پاکستان په یوه کان کې د ګاز نیونې له امله ۱۱ تنه مړه شوي

جون 4, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved