روغتیا وزارت وایي چې په وروستیو څو اوونیو کې په هېواد کې د کرونا وبا مثبتې پېښې کمې شوې دي خو د پراختیا ګواښ یې لا هم موجود دی او دا ناروغي باید لا هم جدي وګڼل شي. د روغتیا وزارت سرپرست جواد عثماني نن په کابل کې یوې خبري ناستې په خبرو کې د هېواد په شعیه وګړو غږ وکړ چې د محرم مراسم باید په سرپټو ځایونو کې ترسره نه کړي. نوموړي د خپلو خبرو پر دوام ویلي چې که څه هم دې مراسمو ته یې د کرونا ویروس مخنیوي په موخه وقایوي ټیمونه چمتو کړي دي خو په خبره یې هېوادوال باید کرونا جدي ونیسي او په سرپټو ځایونو کې له راټولېدنې ډډه وکړي. په ورته وخت کې د یاد وزارت په خبره، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا وبا ۸۶ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې چې ورسره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۳۷ زره او ۴۲۴ ته رسېدلی دی. د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې په کرونا اخته ۹ کسان مړه شوي او شل تنه نور بیا بېرته رغېدلي دي.












