په چين کې د سوپر مارکېټونو په الماریو کې ډول ډول باکیفیته نړیوال محصولات تر سترګو کېږي او د دې ترڅنګ د دغه هېواد له لوري جوړ شوي محصولات بیا له بندرونو څخه نورو هېوادونو ته لېږدول کېږي. همدغه دوه تصويرونه د يوې هندارې په شان د چين اوسنی بهرنی سوداګریز وضعيت معنکسوي.
د روان کال په لومړیو اوو میاشتو کې، د چین د توکو د وارداتو او صادراتو حجم د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٪ ۱۷.۳ زياتوالی شوی، چې په دې کې يې واردات ٪ ۲۲ لوړ شوي او د ودې کچه یې د تېرو پرله پسې پنځو میاشتو لپاره د صادراتو په پرتله زياته ده.
نننی چین په نړۍ کې نه یوازې د توکو “لوی پلورونکی” دی، بلکې په “لوی پېرودونکي” هم بدل شوی دی.
د امريکا «يوراسيا ريويو» وېبپاڼې په خپله تبصره کې ليکلي، چې د چین زياتېدونکي واردات د نړیوالې سوداګرۍ د راتلونکي ملاتړ کوي.
د روان کال له پیل راهیسې، په نړۍ کې سوداګریز خنډونه زیات شوي، جیوپولیټیکې شخړې شدیدې شوي او نړیوال صنعتي او اکمالاتي ځنځیرونه تر فشار لاندې راغلې دي.
د پیسو نړیوال صندوق په دې وروستیو کې وړاندوینه کړې، چې د ۲۰۲۶م کال د نړیوالې سوداګرۍ وده به د ۲۰۲۵ م کال له ۵٪ څخه ۳.۵٪ ته ټیټه شي.
ځینو لوېدیځو سیاستوالو او رسنیو “د چین شاک ۲.۰” او “د چین فشار” تیورۍ خپرې کړي او ادعا يې کړې، چې د چین سوداګریز مثبت بېلانس پر نړیوال بازار “شاک” يا منفي اغېزې کوي او فشار پرې اچوي او د چین د تولیدي سکتور وده د نړۍ د سویلي هېوادونو د صنعتي کېدو پرمختيايي فضا کموي.
په حقیقت کې د دوی دغه ادعا له اقتصادي قانون او اساسي حقایقو سره ټکر لري، د ځينو لوېديځو هېوادونو دوه ګوني معیارونه او د تسلط د نه پاتې کېدو اندېښنې يې ترې ښکاري او د نړیوالې ټولنې پراخ شکونه يې راپارولي دي.
حقايق د ناسمو تيوريو او تورونو پر وړاندې تر ټولو غوره ځواب دی
چين په نړۍ کې د لوی پلورونکي په توګه ټولو هېوادونو ته باکيفيته، ارزانه او باوري محصولات وړاندې کوي. دلته به يې ځينو سارو ته اشاره ولرو.
چیني ماشینونه او صنعتي پرزې د پرمختيايي هېوادونو له تصدیو سره د لګښت په کمولو او د موثريت په لوړولو کې مرسته کوي، چینایي اېرکنډیشنونونو په اروپا کې د تودوخې وروستۍ څپې کې خلک راحته ساتلي او د دغه هېواد برقي موټرونه بیا بهرنيو مصرف کوونکو ته دا توان ورکوي، چې هم پیسې خوندي کړي او هم د موټر چلولو له غوره تجربې خوند واخلي.
د هارورډ پوهنتون پروفیسور ډاني روډریک وايي، چې د چین د سوداګرۍ مثبت بېلانس باید د “ګاونډیو هېوادونو لپاره ګټور وبلل شي.
د برېتانيې مانچسټر پوهنتون په وروستي راپور کې ليکلي، چې د چین زرغون صنعتي پرمختګ د نړيوال اقتصاد په ټیټ کاربني کېدو کې مرسته کوي.
سربېره پردې، چین لوړ معیاري ورخلاصون پراخوي او د “لوی پېرودونکي” په توګه رول لوبوي او خپل پراخ بازار د نړۍ لپاره په یوه لوی فرصت بدلوي. چین په خپل پنځلسم پنځه کلن پلان کې موخه ټاکلې، چې “د وارداتو او صادراتو متوازن پرمختګ به وهڅوي.
د چين حکومت په خپل سږني کاري راپور کې د وارداتو د پراخولو او د سوداګرۍ د برابرې ودې د هڅولو پلانونه جوړ کړي دي.
چین د دوامدارو ۱۷ کلونو لپاره د نړۍ دوهم لوی واردوونکی پاتې شوی او د ۶۳ هېوادونو پر توکو يې د صفر تعرفې پالیسۍ پلي کړې دي.
د سږ کال په لومړیو اوو میاشتو کې، چین له ۱۵۰ زیاتو سوداګریزو شریکانو څخه واردات کړي او مثبته وده یې موندلې ده.
د يادونې ده، چې د روان کال په تېرو اوو مياشتو کې د چین د میخانیکي او برېښنایي محصولاتو واردات ۵.۳۱ ټریلیونو یوانو ته رسیدلي، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲۹.۷٪ زیاتوالی ښيي. دا نه یوازې د چین د صنايعو د لوړتيا او علمي ټیکنالوژیکي نوښت ملاتړ کوي، بلکې د نړیوالو صنعتي او اکمالاتي ځنځیرونو اغېزمنو دورو ته هم خوځنده ځواک ورکوي.
تر ټولو مهمه دا ده، چې چين د خپلو پراخېدونکو وارداتو له لارې د ډېرو بډایه سرچینو لرونکو او صادراتي هېوادونو سره مرسته کوي، چې خپل اقتصادونه وغوړوي او په ځواکمن ډول د اقتصاد د نړیوال کېدو ټولشموليت لوړ کړي او پرمختيايي هېوادونو د دې اغېزې احساس کړې دي.
د مالوماتو له مخې، د روان کال د مې له لومړۍ نیټې راهیسې، چین د نړۍ د ګڼو هېوادونو پر توکو د صفر تعرفې پالیسي پلي کړي او ټول هغه ۵۳ افریقایي هېوادونه، چې ډیپلوماتیکې اړیکې ورسره پالي، له دې پاليسۍ یې ګټې اخلي.
د روان کال په مې او جون کې له افریقا څخه د چين د وارداتو ارزښت ۱۹۳.۸ ميلیارډو یوانو ته رسیدلی، چې دا د تېرکال د همدې مودې په پرتله ٪ ۲۳.۵ زیاتوالی ښيي.
چین په دې هڅه کې دی، چې په نړۍ کې نه یوازې ” فابریکه” واوسي، بلکې د نړۍ “بازار” هم وګرځي. د دغه هېواد پرمختګ د نړۍ لپاره شاک او فشار نه، بلکې فرصت او خوځنده ځواک دی.














