په زابل کې د تورې بند لویه پروژه چې د سرپرست حکومت له بودجې پلې کېږي ۷۵ سلنه چارې یې بشپړې او نږدې راتلونکې کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د مسوولینو په خبره د توري بند د۱۳۰ میلیونو افغانیو په لګښت جوړېږي چې ۲،۹ میلیونه متره مکعبه اوبه به زېرمه کړي. دغه بند د ۱۰۰ کیلو واټه برېښنا د تولید ظرفیت لري.












