د هرات د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په دغه ولایت کې د ۵ میلیونه ډالرو په لګښت د یو معیاري مسلخ د جوړېدو خبر ورکړی دی. د یاد مسلخ په پرانیست غونډه کې چې د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مسلکي مرستیال صدراعظم عثماني ویلي چې د خصوصي سکټور ملاتړ د کرنې وزارت په لومړیتوبونو کې دی او اوس پانګوالو ته تر بل هر وخته په هېواد کې د پانګونې ښه زمینه برابره ده. په یاد مسلخ کې د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره شوې، چې په یوه ورځ کې د ۲۰۰۰ څارویو د حلالولو وړتیا لري.












