د هلمند د کرکټ بورډ آمریت مسوولین وايي، چې د یاد ولایت په سنګین ولسوالۍ کې د عامو سوداګرو په مالي ملاتړ د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د کرکټ ۱۲ آوریزې سیالۍ پیل شوې دي. د هلمند د کرکټ بورډ آمر محمد ذاکر عمري وايي، چې په دغو سیالیو کې د هلمند، کندهار، فراه او نیمروز له ولایتونو څخه لوبغاړي ګډون لري چې ۷ ورځې به دوام وکړي. نوموړي زیاته کړه، لومړۍ لوبه د هاشم سرواني او بُست ساتونکو لوبډلو ترمنځ پیل شوه چې د بُست ساتونکو لوبډلې د ۶ ویکټو په توپیر سره د هاشم سرواني لوبډلې ته ماتې ورکړه او لوبه یې وګټله.












