په هېواد کې د ناوړه اقتصادي وضعیت په تړاو دا ځل د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ژغورنې سازمان په افغانستان کې د کارګرو ماشومانو د زیاتېدو په تړاو خبرداری ورکړی دی. د دغه سازمان مشر وايي، د مرستو کمښت او په افغانستان کې د خراب اقتصادي وضعیت له امله د تېر کال په پرتله ۳۸ سلنې ماشومانو د واټونو پر غاړه کار کولو ته مخه کړې ده. یو شمېر کارګر ماشومان وايي، د اقتصادي ستونزو له امله مجبور شوي دي چې درنو کارونو ته مخه کړي. بلخوا دغه سازمان وايي، چې د سرپرست حکومت له بیا واکمنېدو وروسته یې له افغانستان سره ۲۰۰ میلیونه ډالر مرسته کړې ده. د افغانستان سرپرست حکومت بیا وايي، مرستندویه بنسټونه دې له دوی سره په همغږۍ مرستې وکړي.











