بایډن له جګړو او سیاسي ناندریو هېڅ زده کړه نه ده کړې. واشنګټن پوسټ په یوه مطلب کې د امریکا ددفاع د پخواني وزیر رابرت ګیټس له خولې ویلي چې بایډن په نړۍ کې وضعیت په سمه توګه نه څاري، له سیاسي ناندریو او جګړو یې زده کړه نه ده کړې او د ایران او افغانستان په اړه په تېروتنه بوخت دی. سرچینه کاږي ایران په ښکاره توګه اټومي وسلو ته د لاسرسي هڅه کوي خو بايډن لګیا دی له دغه هېواد سره ستونزه د خبرو له لارې حل کوي. همداسې په افغانستان کې خونړۍ جګړه روانه ده، سره له دې چې په دغه هېواد کې امریکايي ځواکونه هومره تلفات او لګښت نه لري، خو بايډن له دې هېواد سرتېري وباسي او غواړي د افغان جګړې له مسوولیت و تښتي. په مطلب کې راځي له بایډن ډېر مسایل د خرابۍ لور ته روان دي نو د ګوند غړو او د امریکايي حکومت چارواکو ته په کار ده چې په دې تړاو د بایډن د پرېکړو مخنیوی وکړي.











