د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په ۱۲مې او ۱۳مې په هند کې د برېکس هېوادونو د مشرانو په ۱۸مه کتنه کې ګډون وکړ. د دې سفر په پای کې، د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي خبريالانو ته اړوند معلومات ورکړل.
وانګ يي وويل، د رئيس شي جين پينګ دغه سفر عملي، اغېزمن، دقيق هدف سره سم او ګټور و. دا يو بشپړ بريالی سفر و چې درې ستراتيژيکې موخې يې تر لاسه کړې. لومړۍ، د برېکس هېوادونو د همکارۍ اغېزمنتیا لوړول؛ دوهمه، د سراسري جنوب د پياوړتیا او پرمختګ لپاره د نویو فرصتونو برابرول؛ دريېمه، د چين او هند تر منځ د اړيکې د راتلونکي مسیر لارښوونه.
نوموړي زياته کړه، چې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او د هند لومړي وزير نريندرا مودي د دواړو هېوادونو تر منځ د ستراتيژيکو، اوږدمهاله او بنسټيزو مسئلو په اړه صادقانه او ژوره توګه د نظريو تبادلی کړې. دواړه مشران يوې مهمې هوکړې ته ورسېدل چې چين او هند باید یو د بل شریکان او ملګري واوسي.












