افغان ولسمشر وایي نړیوال دې د تېرو ۱۹ کلونو لاس ته راوړنو په ساتلو کې له افغانانو سره همکاري وکړي. د ملګرو ملتونو د ۷۵مې کلیزې په مناسبت ولسمشر غني ددغه سازمان غړو ته د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې کړې دي. نوموړي ویلي افغانستان په حساسو شرایطو کې دی او په بېلو برخو کې د نړیوالو ملاتړ ته اړتیا لري. دده په خبره افغان حکومت سولې ته ژمن دی او یو ځل بیا پر طالبانو غږ کوي چې اوربند ته غاړه کېږدي. هغه پر نړیوالو هم غږ کړی دی چې د اوربند او جګړې د ختمولو لپاره د افغانانو د غوښتنې ملاتړ وکړي. هغه ویلي د جګړې اوسنی وضعیت خواشینوونکی دی او تمه ده چې ژر تر ژره د خبرو له لارې ختمه کړل شي. ولسمشر غني همدا راز ویلي چې نړیوال دې له افغانانو سره د تېرو ۱۹ کلونو لاس ته راوړنو په ساتلو کې همکاري وکړي او د افغان حکومت تر څنګ دې ودرېږي.












